Connect with us

تازه خبرونه

په چین کې د ګازنلیکې له چاودنې ۱۲ کسان وژل شوي

Published

 on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۰)

د مرکزي چین د استوګنې په اړوند سیمه کې د ګازنلیکې له چاودنې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي.

چینايي رسنیو څرګنده کړې، چې چاودنه نن سهار د هوبي ولایت په شیان ښار کې رامنځته شوې، چې لږ تر لږه ۱۳۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې؛ د چاودنې له کبله د یوه پلورنځي ودانۍ راپرېوتې او د ۳۷ ټپیانو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د شیان سیمه ییز روغتون له ښاریانو څخه ټپیانو ته د وینې ورکولو غوښتنه کړې ده.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رییس الوزراء اردوغان ته د بریا مبارکي وړکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د هغه د بیا ټاکل کېدو له کبله د زړه له کومې مبارکي ورکړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپلې شل کلنې واکمنۍ پر وړاندې له تر ټولو سختې ننګونې وروسته د یکشنبې پر ورځ په ټاکنو کې بریا خپله کړه.

د اسلامي امارت رییس الوزراء د ولسمشر اردوغان په مشرۍ په ترکیه کې د دیني خدمت د ځواکمنتیا، ثبات او ډاډ لپاره خپله صادقانه هیله څرګنده کړه.

رییس الوزراء دغه راز د افغانستان او ترکیې د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ او دوستۍ اړیکې وستایلې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل ملاتړ د دوام هیله وکړه.

هغه دا هم ویلي، چې د اردوغان بریالۍ ټاکنې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې او ګډ ارزښتونه نور هم پیاوړي کړي.

رسمي نتایجو وښودله، چې د اردوغان سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۷.۹٪ رایې خپلې کړي او اردوغان ۵۲.۱٪ رایې وګټلې، چې یو بشپړ وېشل شوي ملت ته پوره نغوته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي – د مهاجرینو وزیر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۲)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر په کابل کې پر اړمنو ښځو د مرستو د وېش په غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه دې افغانان نه‌هېروي او له بشري مسلو سره باید سیاسي معامله ونهکړي.

افغانستان د نړۍ د بېوزلو هېوادونو یو بېوزلی هېواد دی، د یو لړ څرګندونو له مخې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ اوس په افغانستان کې سوله راغلې او نړیواله ټولنه باید د افغانان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

نوموړی زیاته کړې؛ اوس په ټول افغانستان کې سوله ټینګه شوې او نړیواله ټولنه باید کډوالۍ ته د افغانانو د کډوال کولو پر ځای افغانستان ته  د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې ډېری کورنۍ له بېوزلۍ او فقر سره  مخ دي. هر ځای د مرستندویو ټولنو د دفترونو مخې ته ښځې او نرینه‌وو کتارونه جوړ کړي دي.

ځيني کورنۍ وايي، چې د خپلو اولادونو د ګیډې مړولو توان نه‌لري او خپل ماشومان یې نورو ته سپارلي دي.

د ښځو لپاره د ښځو موسسې رییس فریدالدین نوري ویلي؛ که څه هم دغه مرستې د دې کورنیو ستونزې د لنډې مودې لپاره اوارولی شي؛ خو غوښتنې یې دا دي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره بنسټيز کارونه وشي.

نړیوالو ټولنو پر وار وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ خو نړیوالې ټولنې اوس هم بشري ټولنو ته په افغانستان کې د اړمنو کسانو د پاملرنې لپاره لږې مالي سرچینې برابرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر کاري ډلې جوړولو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د دغه وزارت قونسلي ریاست او په کابل کې د پاکستان سفارت تر منځ یوه ګډه کمیته جوړه شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې د جوړېدو هوکړه د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۶ ) د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفارت د چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير پر غوښتنه او ټينګار د دغې کمیتې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.

حافظ ضیا احمد تکل په ډاګه کړې: د پاکستان سفارت چارسمبالي د هغو پاکستانيو محصلینو لپاره، چې افغانستان ته د زده‌کړو لپاره راځي؛ د ویزې د وخت غزولو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ متقي په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګنو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوي او د متقابلو اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!