تازه خبرونه
په کابل کې د القاعده د مشر د وژنې د ادعا څېړنه به ډېر ژر وروستۍ شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ اسلامي امارت به ډېر ژر د امریکا د هغې ادعا په اړه، چې ګواکې د القاعده مشر په کابل کې و او دلته وژل شوی؛ خپلې څېړنې وروستۍ کړي.
په کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې له برید او د امریکا د ولسمشر له دې ادعا، چې په دغه برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی شاوخوا یوه میاشت وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له «سي بي ایس» تلویزیون سره په خبرو کې ويلي، په کابل کې د القاعده د مشر د حضور په اړه څېړنې به ډېر ژر پای ته ورسیږي او تر هغې، چې دا څېړنې بشپړې شوي نه وي په کابل کې د هغه حضور نشي تائیدولی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې ویلي ، چې د اسلامي امارت مشرتابه په کابل کې د ایمن الظواهري له حضوره خبر نه و او امریکا باید له برید وړاندې دا موضوع له دوی سره شریکه کړې وای، چې دغه ستونزه د افغانستان د حکومت لخوا اواره شوې وای.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي: اسلامي امارت په کابل کې د الظواهري حضور په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکوي؛ څو ډاډ ترلاسه شي، چې دا ادعا رښتیا ده که نه. اسلامي امارت به ډېر ژر په دې اړه څېړنې پای ته ورسوي او دا به ثابته کړي، چې آیا الظواهري په کابل کې و او که نه او یا دا یوازې یوه ادعا وه. امریکا مسوولیت لري مخکې له دې، چې یو داسې کس په نښه کړي، چې د دې هېواد امنیت ته ګواښ بلل کېږي، باید دا مسله د هغه هېواد له چارواکو او حکومت سره شریکه کړي، څو واکمن نظام د ستونزې پر وړاندې جدي اقدام وکړي، نه داسې، چې له اطلاع ورکولو پرته په خپله اقدام وکړي.
عبدالقهار بلخي ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او افغان حکومت په دې برخه کې هیڅ هېواد له پامه نه غورزوي.
هغه زیاته کړې؛ د سیمې ډېر هېوادونه له افغان حکومت سره اړیکي لري او له افغانستان سره د هېوادونو اړیکې په تدریجي ډول مخ پر ښه کېدو دي او په راتلونکي کې به له نورو هېوادونو سره سیاسي اړیکې نورې هم پراخه شي. اسلامي امارت غواړي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ښې اړیکې ولري.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بوریل وايي، د افغانستان خلک د خپل هېواد د منزوي کېدو درنده بیه پرې کوي.
هغه ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت په چلند کې د اعتدال کومه نښه نه لیدل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې له افغانستان سره به د هېوادونو اړیکې په تدریجي ډول ښې شي او په راتلونکي کې به له هېوادونو سره سیاسي اړیکې نورې هم پراخې شي.
