Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د دولسم ټولګيو د زده‌کوونکیو ترمنځ د دیني مضمونونو سیالي ترسره شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولينو د افغان بېسيم مخابراتي شرکت پر همکارۍ د کابل ښار د خصوصي او دولتي ښوونځيو د څه د پاسه ٢٠٠ تکړه زده‌کوونکیو ترمنځ د دیني مضمونونو سیالي ترسره کړه.

دغه سیالي د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي څلیریشتمه ) د ټول کابل د دولتي اوخصوصي ښوونځیو د ۲۰۰ تکړه زده‌کوونکیو ترمنځ پیل شوه.

د پوهنې وزارت مرستیال عبدالخالق صادق وايي؛ د ځوانو استعدادونو وده یوازې د دولت مسوولیت نه دی، کورنۍ او خلک هم باید په دې برخه کې رول ولوبوي.

عبدالخالق صادق له نورو سوداګرو او ملي پانګوالو هم غوښتي، چې د پوهنې په برخه کې جدي همکاري وکړي.

نوموړي د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له مسوولینو مننه وکړه او د هېواد له سوداګرو او پانګوالو یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم ویلي؛ دې شرکت په تېرو دوه لسيزو کې له دولتي بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او په ټول هېواد کې يې د پوهنې په برخه کې ډېر پروګرامونه پلي کړي او د پوهنې له سکتور سره به خپلې همکارۍ روانې وساتي.

د ديني مضمونونو د سياليو يو شمېر ګډونوالو د نورو مضمونونو په برخه کې هم د دا ډول پروګرامونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

د پلازمېنې د زده‌کوونکیو لپاره د ديني مضمونونو سيالي په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته د منځنیو او لیسو د نجونو ښوونځي زده‌کړې ځنډول شوې.

تازه خبرونه

د افغانستان او قزاقستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

Published

on

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشریبایوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

امیر خان متقي د افغانستان له خلکو سره د قزاقستان له پرله‌پسې مرستو او ملاتړ د ستاینې تر څنګ څرګنده کړه؛ سږ کال له قزاقستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو دوه جوپې رالېږل شوي، چې ۳.۷ زره ټنه وزن لري.

دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی او د سیاسي خبرو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د غیر عملي موضوعاتو پر راپورته کولو د استانبول خبرې بې پایلې کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان د غیر واقعي او غیر عملي مسلو پر راپورته کولو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

محمد نعیم زیاته کړې؛ دا چلند ښیي، چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د مذاکراتو پر دوام او د متقابلې همغږۍ له لارې د ستونزو حل غواړي؛ خو د پاکستان داخلي ننګونې پر افغانستان تپل “غیر منطقي او د نه منلو وړ” ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۱۵۳ زره ۹۳۱ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۴۷۸۷کورنۍ له پاکستان څخه، ۱۲۵۱کورنۍ له ایران او ۶کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

حقاني زیاته کړې؛ پردې سربېره ۱۶۶۰۳کسان مجرد دي، چې هېواد ته جبري راایستل شوي او ۱۱۳۲نور د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته بنسټیز خدمات وړاندې کړي، چې په کې خواړه، څښاک، جامې، روغتیايي خدمات، وړیا سیم کارتونه، نغدې پیسې او د هغوی د لېږد لپاره ټرانسپورټ رانغاړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!