تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن(سژشنبه د غویي اتمه) په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار شوی او د اسلامي امارت رسمي اعتراضلیک ورته وسپارل شو.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا کار په کونړ ولایت کې پر ملکي موخو او عامه ودانیزو بنسټونو؛ په ځانګړي توګه د سید جمالالدین افغاني پوهنتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې اړوند سیمو د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د هېواد له هوايي حریم او ځمکني بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی او غندلي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي: اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې، چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ ردوي او ټینګار کوي، چې د دې وضعیت ریښې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پوځي رژیم یې غوښتي، چې له ورته کړنو څخه ډډه وکړي.
د خبرپاڼې په وروړستۍ برخه کې خبرداری ورکړ شوی، چې د دا ډول «غیرمسوولانه» اقداماتو دوام کولی شي ناوړه پایلې ولري.