Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د یوه ځانګړي روغتون بشپړولو لپاره د بسپنې راټولول

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۵, ۱۳۹۹

بیات بنیاد د مسلم اید یو اس ای په همکارۍ د شنبې پر ماښام بریالي شول، چې په کابل کې د میندو او ماشومانو لپاره د یو ځانګړي روغتون د کار بشپړولو ته په یو تلویزیوني پروګرام کې له لیرې څخه د بسپنې راټولولو غږ راپورته کړ.

له افغان بنسټونو څخه په بلنه د تیلیفون پرلیکه په یوتیوب کې د درې ساعتونو لپاره د بسپنې غوښتلو یو کمپاین تر سره کړ، چې د زرګونه دالرو پر راټولولو بریالي شول.

د نړۍ د نومیالیو هنرمندانو او ستورو په ګډون سلګونه کسانو له دې پروګرامه ملاتړ څرګند کړ.

د یکشنبې د ورځې د کابل پر وخت د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ۸۰۰۰۰ ډالر راټول شول، چې له ټاکل شوې موخې ۱۰۰۰۰۰ دالرو څه نا حه لږې وې.

د دغو مرستو له راټولیدو سره به بیات بنیاد د دې وړتیا ومومي، چې دا روغتون پر پرمختللې ټکنالوژۍ جوړ او تجهیز کړي.

دغه روغتون په کابل کې جوړیږي، چې نه یوازې د میندو او ماشومانو د درملنې څانګوالې وړتیاوې به ولري، بلکې پر پرمختللې کچه د جراحۍ  او سرطاني عملیاتو آسانتیاوې هم وړاندې کوي.

د بیات بنیاد لوی مشر داکټر احسان الله بیات د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې د دې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي وه: د بیات میندو او ماشومانو روغتون له بشپړیدو سره به دا ټولګه په افغانستان کې ترټولو پرمختللی، او وړ طبي مرکز شي.

هغه زیاته کړې: مونږ هغې ورځې ته سترګې پر لار یو، چې د بیات زېږنتون نوی روغتون پرانيستل شي او مونږ وکولی شو هغو میندو او ماشومانو ته روغتیایي پاملرنه وړاندې کړو، چې ورته ډېره اړتیا لري.

د ټولو افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره، چې د لسیزې  زحمتونه او جګړې یې زغملي؛ ورته د روغتون جوړونه د بیات بنیاد د ژمنو یوه برخه ده. اوسمهال لوږه او بېوسي د تېروخت په پرتله ډېره ده او د کورونا ناروغۍ له خوریدو سره مو د روغتیايي پاملرنو سیستم هم ماتیدونکی شوی دی.

د افغانستان ښځې او ماشومان مرستې ته سخته اړتیا لري؛ په ځانګړي توګه هغه افغان میرمنې، چې له پوره روغتیایي پاملرنې، طبي تاسیساتو او آسانتیاوو بې برخې دي او په ځانګړي توګه تجهیزاتو او درملنې ته لږ لاسرسی لري او ترې کړیږي.

بیات بنیاد په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت ښه کولو لپاره کار ته دوام ورکوي؛ په دې اړه د خنډونو لیرې کولو ته ژمن پاتې دی او د بیات زېږنتون او روغتون به د دغو ستونزو د پای ته رسولو او د ښځو د درملنې لپاره جوړ او کار پیل کړي.

بیات زېږنتون او روغتون به د روغتیایې پاملرنو پېنځه ځانګړې څانګې ولري؛ د ښځینه ناروغیو جراحۍ(د فستول درملنې او رغیدنې ته له ځانګړی پاملرنې سره) د ماشومانو د اوریدلو کلینیک، د انديسکوپي کلینیک، د سترګو کلینیک او د ښځینه سرطاني ناروغیو کلینیک.

دا پېنځه د ځانګړې ګړندۍ پاملرنې څانګې د وینې له بانک سره کولی شي، چې په روغتون کې د درمانې لپاره ځانګړی چوپړ چمتو کړي. دا مهال د افغانستان په نورو روغتونونو او روغتیایی مرکزونو کې دا آسانتیاوې شتون نلري.

د بې سرحده داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د څانګوال او متخصص له شتون پرته د ماشوم زیږون د ژوندي پاتې کیدو او هوسا اوسیدنې لپاره لوی ګواښ دی. افغانستان د ماشوم زیږون لپاره په نړۍ کې یو له خورا خطرناکو هېوادونو څخه دی او داسې اټکل کیږي، چې په هېواد کې د زېږون پر مهال له هرو ۱۰۰۰۰۰ زیږونونو څخه ۳۹۶ میندې مري.

له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راپدیخوا بیات بنیاد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د هوساینې لپاره ډاډمنې هڅې تر سره او په ځانګړي توګه یې میندو او ماشومانو ته د درملنې آسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا بنسټ د احسان الله بیات او فاطمه بیات لخوا رامنځته شوی او اداره کیږي. دغه بنسټ د افغانستان ځوانانو ، ښځو، بېوزلو او زړو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره له ۳۰۰ څخه ډېرې پروژې لري. د بېلګې په توګه د ۱۳ زېږنتونونو او روغتونونو د ودانیو جوړول، چې په کې تر دې دمه له دوه میلیون د ډېرو میندو او ماشومانو درملنه یې کړې ده.

د نوي روغتون د ودانې جوړولو لپاره مرستې اوس هم کیدی شي او هغه څوک، چې دې روغتون ته بسپنه ورکول خوښوي؛ کولی شي دا لینک راکاږي:

https://www.launchgood.com/afgtelethon

یا د نورو معلوماتو لپاره له بیات بنیاد سره په لاندې پته اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

په یوتیوب کې د یاد روغتون جوړولو مرستې ته د لاسرسي لپاره هڅې:

تازه خبرونه

د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراج‌الدین حقاني

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بې‌پالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درې‌ورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې هبة‌الله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بې‌وزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.

د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!