تازه خبرونه

په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو ارزونه؛ یوازې دوه روغتونونو لومړۍ درجه خپله کړه

د دغه وزارت مسوولانو د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د دغې ارزونې پایلې اعلان کړې او څرګندوي، چې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د روغتیايي خدمتونو د معیارونو د ښه کولو، د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا، روڼتیا د زیاتولو او د درملنې د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنو ته د رسېدنې لپاه پیل شوی دی.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۹, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو د ارزونې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې دوه روغتونونو «الف»، نهو «ب» او ۳۹ نورو د «ج» درجه ترلاسه کړې ده.

د دغه وزارت مسوولانو د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د دغې ارزونې پایلې اعلان کړې او څرګندوي، چې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د روغتیايي خدمتونو د معیارونو د ښه کولو، د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا، روڼتیا د زیاتولو او د درملنې د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنو ته د رسېدنې لپاه پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، دغه پروګرام په خصوصي روغتیايي سکټور کې د بدلونونو راوستلو او د روغتونونو هڅولو لپاره طرحه شوی، چې د خپلو خدمتونو د کیفیت په ښه کولو کې له یو بل سره سیالي وکړي.

هغه زیاته کړې، چې له دې ارزونې وروسته به د روغتیايي خدمتونو بیې هم وټاکل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا ګام به روڼتیا زیاته او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنې کمې کړي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د روغتونونو د درجه‌بندۍ بهیر د خصوصي روغتونونو د درملنې د لوړو لګښتونو په اړه د خلکو د شکایتونو په ځواب کې پیل شوی دی.

د نوموړي پر وینا، روغتونونه د خپلو امکاناتو او وړاندې کېدونکو خدمتونو له مخې ارزول شوي او درجه‌بندي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني ویلي، د هر روغتون درجه د هغه اوسنی وضعیت ښيي.

هغه زیاته کړې؛ د لوړې درجې لرونکي روغتونونه باید خپل معیارونه وساتي او هغه روغتونونه، چې ټیټې درجې یې ترلاسه کړې دي باید د ټاکل شویو معیارونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو، د درملنې د لګښتونو د تنظیم او د خصوصي روغتیايي مرکزونو د حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره به د روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر روان وي.

هغوی له روغتونونو وغوښتل، چې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي او ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو کیفیت او لاسرسی ښه کړي.

Trending

Exit mobile version