تازه خبرونه
په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې شپږم کنفرانس جوړ شو
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اروپایي اتحادیې پلاوي په افغانستان کې د فساد پروړاندې د مبارزې پر پایلو د بیا کتلو لپاره د فساد پروړاندې شپږم کلنی کنفرانس جوړ او ترسره کړ.
په داسې حال کې، چې د جینوا ناستې ته یوولس ورځې پاتې دي؛ ولسمشر اشرف غني د فساد پر ضد د مبارزې خپلواک کمیسیون جوړ او پېنځه کسان یې ورته د غړیو په توګه ټاکلي او څرګندوي، چې د دې کمیسیون غړي به خلکو او حکومت ته ځواب ویونکي وي.
له نړیوالو سره د ژمنو د تازه کولو لپاره افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره بیا په جینوا کې ناسته لري، چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د هېواد ثبات او پراختیایي چارې را نغاړي.
یوولس ورځې وروسته به دا ناسته جوړیږي؛ خو ولسمشر اوس د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمیسیون جوړ کړ، چې د ولسمشرۍ د فرمان له مخې: همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا په کې د غړيو په توګه ټاکل شوي.
ولسمشر اشرف غني د مالیې وزارت، یوناما او افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د پلاوي په ګډون جوړ شوي کنفرانس ته څرګنده کړې؛ زه ډېر خوښ یم، چې کمیسیون جوړ شو، د کمیسیون له پېنځه غړیو درې نرینه او دوه ښځې دي. دا کمیسیون به له ټولو واکونو او سرچینو برخمن وي، د کمیسیون غړي خلکو، ولسي جرګې او حکومت ته ځواب ویونکي دي.
د افغانستان روڼتیا څار څېړونکی ناصر تیموري ټینګار کوي، چې شپږ کاله مخکې ولسمشرغني د فساد پر ضد د مبارزې کمیسیون د جوړېدو ژمنه کړې وه او اوس یې جوړېدل ښیي، چې په هېواد کې له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت اراده کمزورې ده.
د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا په مرستو د څار ځانګړې اداره یا سیګار حکومت تورنوي، چې د فساد کمولو لپاره یې کلک ګامونه ندي پورته کړي.
سیګار په یوه تویت شوې خبرپاڼه کې ویلي: په فساد ککړ زورواکي په قوانینو کې له نیمګړتیاو ګټه اخلي، او څوک، چې مجرم پېژندل کیږي؛ د حکومت له کمزورو بنسټونو ګټه اخلي او څرنګه، چې لازمه ده پر سزا نه رسیږي.
مخکې له دې له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونو له فساد سره په مبارزه کې د حکومت کړنې سمبولیکې او سیاسي یادې کړې وې.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
تازه خبرونه
د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.
دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.
سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه22 hours ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
تازه خبرونه21 hours ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ23 hours ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه