تازه خبرونه
په کابل کې پرونۍ چاودنې ۵۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ښار امنیه قومندانې څرګنده کړې، چې پرون ماښام د اووه لسمې امنیتي حوزې اړوند په یو جومات کې د لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله ۲۱ هېوادوال وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د چاودنې مسوولیت سمدستي چا پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په کابل کې د ډېرو چاودنو او بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د امنیت ټینګولو ډاډ ورکوي او وایي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په ټولیز ډول تاوتریخوالی کم شوی دی.
رویترز د ایمرجنسي روغتون د یو ایتالیاوي نادولتي بنسټ د څرګندونو له مخې، چې د جګړې د قربانیانو په درملنه کې تخصص لري؛ څرګنده کړې، چې دوی ته د پېنځه ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان د درملنې لپاره ورلېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د یوناما دفتر مشر په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له رییس سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشرې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له رییس غلام حیدر شهامت سره په کتنه کې د ښځو او نجونو پر حرفوي زدهکړو ټینګار څرګند کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا د اسلامي امارت له مسوولینو سره له لیدنو وروسته دا ځل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د څانګې له مشر سره وکتل.
روزا اتونبایوا ويلي، حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړینې دي او باید ښځې او نجونې له اړوند روزنې برخمنې شي.
دغه راز د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رييس ويلي، چې تخنيکي او مسلکي زدهکړې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره اغېزمنې دي.
هغه وایي: د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رياست په ټول افغانستان کې ٣٨٣ انستيتيوتونه او عالي لیسې لري، چې په ٢٥٠ ولسواليو کې فعاليت کوي او ٦٨٥٠ کسان لري.
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهانو هم ويلي، چې افغانستان د ټولو په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابرولو او پراختیا ته اړتیا لري او ټول نړیوال بنسټونه د افغانستان د پرمختګ لپاره رغنده رول لوبوي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي او علمي سازمان (يونسکو) مشر هم حضور درلود او د هوکړه ليک پر لاسليکولو او د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې پر رامنځته کولو يې ټينګار څرګند کړ.
تازه خبرونه
روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو کوم پلان نلري – کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې استازي د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۷ ) تاس نیوز ته په ډاګه کړې، چې روسیه په کابل کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت د تړلو کوم پلان نلري.
ضمیر کابلوف، چې د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهیمې څانګې مشر دی؛ د یادې سرچینې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا روسیه داسې پلانونه لري که نه، ویلي: داسې فکر هم ندی شوی.
له دې مخکې العربیه تلویزیون راپور ورکړی و، چې د یو شمېر عربي او غربي هېوادونو چارواکو پرېکړه کړې، چې د امنیتي دلایلو له مخې په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.
تازه خبرونه
د قطر سفیر په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل

د یکشنبې پر ورځ د اسلامي امارت یو شمېر استازیو په کابل کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي سره وکتل.
د قطر استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي، کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني؛ د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د قطر خيريه بنسټ پر هڅو، سياسي همکاريو، د اړيکو پر پياوړتياوو او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ القحطاني د افغانستان پر مهمو پرمختګونو په ځانګړي توګه د سیاست، اقتصاد، پراختیا او پوهنې په برخو کې خبرې وکړې.
نوموړي د قطر پر دریځ ټینګار څرګند کړ او د افغانانو له ټولو حقونو په ځانګړي توګه د زدهکړو او د نجونو د حقونو د ترلاسه کولو او د ښځو د کار کولو له حق او درناوي خپل ملاتړ بیا وړاندې کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت پر هراړخیزې ملاتړ او د سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار څرګند کړ.
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
-
سوداگري5 days ago
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي
-
نړۍ3 days ago
په لاتينه امريکا کې د چين د څارنې یو بل شکمن بالون ولیدل شو- امريکا
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه
-
تازه خبرونه20 hours ago
روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو کوم پلان نلري – کابلوف
-
لوبی1 day ago
د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ ډالۍ اعلان شوې