Connect with us

سوداگري

په کابل کې یو شمېرمتشبثو میرمنو خپل اقتصادي فعالیتونه بیا پیل کړل

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۱

نن پنجشنبه د ( چنګاښ ۲۳ ) یو شمېر سوداګرو ښځو د کابل په نوي ښار کې د خصوصي سکتور په همکارۍ د میرمنو لپاره یو ځانګړی مارکیټ پرانیست، چې د اسلامي امارت سکتوري وزارتونو هم ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دغو میرمنو د څرګندونو له مخې؛ په دې مارکیټ کې ډېرې سوداګرزې هڅې د افغان متشبثو میرمنو لخوا تر سره کیږي او تر ډېره بریده په کې د میرمنو جامې او لاسي صنایعو کارونه هم تر سره کیږي.

 دا متشبثې میرمني څرګندوي؛  په دې مارکیټ کې  ټولي میرمني کار کوي او هیله منې دي، چې اقتصادي  فعالیتونه به یې نور هم پراخه شي؛ ځکه، چې تر اوسه د اقتصادي هڅو پر وړاندې هیڅ ستونزه وجود نلري.

متشبثه  مرحبه محمدي وایي: مونږه اوس دلته کار پیل کړی؛ ټولي میرمني یوو کومه ستونزه نشته او هیله لرو، چې په راتلو نکي کې به مو اقتصادي فعالیتونه نور هم پراخ شي.

متشبثه صحابه وایي: زمونږ ښوونځي وتړل شول؛ نوره چاره نه وه دلته مې له مور سره خامک پیل کړ، چې خپلي کورني سره د اقتصاد په برخه کې همکاري وکړم.

یوه بله متشبثه میرمن شاکره شمس وایي: مونږ مخکي هیڅ هیله نه درلوده؛ خو اوس ګورو، چې ټولې میرمني په آرا مه فضا کې کار کوي او هیله لرو، چې په راتلو نکي کې به نور هم زمونږ کارونه پراخه شي.

د دې مارکیټ مشره، چې یوه میرمن ده وايي؛  ور سره په لسګونه میرمني د لته کار کوي او بریالي شوو، چې د سوداګرۍ وزارت په ګډون د ټولو سکتوري وزارتونو په همکارۍ او همغږې دا ښځینه مارکیت پرانیزو.

د متشبثو میرمنو د ټولني مشره نفیسه دانش وایي: ما د افغانستان اسلامي امارت د کرني، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له مسوولینو سره په مشوره خپل فعالیت پیل کړ او موخه مو ترې د میرمنو اقتصادي ځواکمنتیا ده. هیله لرو، چې دا بهیر به نور هم  وده او پراختیا ومومي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ د کوچنیو تشبثاتو فعالیدل کولی شي په هېواد کې د بی کارۍ کچه راټیټه کړي؛ ځکه، چې د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو پراختیا د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ اغېز لري.

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading

سوداگري

د خواف-هرات اوسپنې‌پټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنې‌پټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.

هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریل‌ګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د ام‌ډي‌اف تختو واګونونه شامل دي.

مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل بار‌وړونکی ریل‌ګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.

د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنې‌پټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.

هغه له ​​ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!