تازه خبرونه
په کرنه کې پرمختګ افغانان له بېوسۍ ژغوري – عطاءالله عمري
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري ويلي، چې د کرنې په برخه کې پرمختګ کولی شي په افغانستان کې د بېوسۍ او بېوزلۍ ستونزې له منځه یوسي.
عمري دا څرګندونې نن (پنجشنبه) په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د دوهدېرشم نندارتون برانیست غونډې کړې دي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: ” له کرنې او مالدارۍ پرته زمونږ او ستاسې لپاره بله لار نشته، چې ملت ته به کار او کسب ومومو او هغوی له بېوسې او لوږې وژغورو.”
په دې نندارتون کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کورني تولیدات او کرنیزې محصولات نندارې ته وړاندې شول او د بزګر میله هم ونمانځل شوه.
دغه راز ازبک چارواکو هم په دې نندارتون کې ګډون کړی او وایي، چې هڅه کوي افغان کرنیز محصولات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال عبدالزاخروف جمشید ویلي: “ما د افغانستان ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ او وپوهېدم، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په سکټور کې د همکارۍ لپاره امکانات شتون لري. مونږ هڅه کوو، چې همکاري پراخه او وکولی شو افغان کرنیز محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.”
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې چارواکو هم ویلي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ همکاري مثبتې پایلې لرلی شي او دا ټولنه به د افغانستان له خلکو سره خپلې همکاري روانه وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې رییس ریچارډ ټرینچارډ ویلي: “افغانستان د کرنې په برخه کې لوړ ظرفیت لري. مونږ په تېرو درې کلونو کې له ډېرو بزګرانو سره کار کړی دی. دا بزګران تر ټولو سخت کارکوونکي خلک دي او مونږ هیله لرو، چې د کرنې په سکټور کې به نور پراختیایي کارونه هم ترسره شي.”
د یادونې ده، چې په دې څلور ورځني نندارتون کې محصولات او لاسي صنایع په ۲۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.