تازه خبرونه

په کندهار کې د پاکستانیو پوځیانو بریدونه پر شاوتمبول شول او په پکتیکا کې ورسره نښتې روانې دي

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شول او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې پاکستانيو پوځیانو نن سهار وختي د کندهار ولایت فرضي کرښې ته پر نږدې سپین بولډک ولسوالۍ د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شول او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونه اړ شول، چې پر پاکستانیو پوځیانو پرېکنده غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان ځواکونو پاکستانيو پوځیانو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مجاهد وایي: “د دښمن څو پوستې او اډې ونیول شوې؛ د دوی وسلې او ټانکونه ضبط شول او د دوی د پوځي زیربناوو(بېخبناوو ) لویه برخه ویجاړه شوه.”

هغه زیاته ویلي، چې د سهار تر ۸ بجو پورې افغان ځواکونو وضعیت تر کنټرول لاندې راوست.

هغه ټینګار کړی، چې: “زمونږ مجاهدین له لوړې انګېزې او ډاډمنو ولولو سره د خپلې خاورې، حاکمیت او خلکو د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.”

دغه راز د هېواد په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت فرضي کرښې ته نږدې هم د تازه نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو تائید کړې، چې فرضي کرښې ته د نږدې پرتې تروه ولسوالۍ په قمرالدین او خان ​​محمد دروازو کې درنده جګړه پیل شوې ده.

سرچینو ویلي، چې د جګړې له شدت سره سم افغان ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

دغه راز د راپورونو له مخې؛ د اوړمبۍ ولسوالۍ په لاړې دروازه کې هم د بېلابېلو  نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

ویل کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښې ته نږدې په وروستیو نښتو او تاوتریخوالي کې ملکي وګړو او سیمه‌ییزو اوسیدونکو ته مرګ او ژوبله اوښتې او روانې نښتې مخ پر زیاتېدا دي.

Trending

Exit mobile version