روغتيا

په کندوز ولایت کې د چاود‌تالو او چاود‌شونډو ماشومانو وړیا درملنه کیږي

Published

on

Last Updated on: وری ۱۴, ۱۴۰۲

د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ويلي؛ د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه کورني خیریه بنسټ لخوا د هغو لسګونه ماشومانو درملنه کیږي، چې تالو او شونډې یې چاودېدلي دي.

د سعادت روغتیايي مرکز مسوول  الله نور ویلي؛ دا روغتیایي مرکز غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو ۲۰۰ ناروغانو درملنه وکړي، چې د تالو یا شونډو پر چاود اخته دي.

د دې روغتیايي مرکز له جوړېدو یو کال کیږي او تر دې دمه یې د سلګونه هغو ماشومانو درملنه کړي،  چې د تالو یا شونډو له چاوده ځورېدل.

نوموړي ویلي: تېر کال مونږ ۲۱۰ هغه ماشومان عملیات کړي، چې پر چاود‌تالو او چاود‌شونډو ناروغیو اخته ول او اوس ټول ښه شوي دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي؛ نه یوازې د دې ولایت د ناروغانو درملنه دلته کیږي، بلکې له نورو ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې لپاره دلته راځي.

نجیب الله ساحل وایي: په پام کې ده، چې ۲۰۰ چاود‌تالو او چاود‌شونډي ماشومان تر درملنې لاندې ونیسو؛ دمګړۍ دا خدمات د زون پر کچه وړاندې کیږي او حتا له شبرغان او مزارشریف څخه هم خلک د درملنې لپاره دې ولایت ته راځي. 

د دې ماشومانو د کورنۍ یو شمېر غړي وايي؛ دوی د خپلو ماشومانو د درملنې توان نلري او اوس خوشاله دي، چې په وړیا توګه د دوی د ماشومانو درملنه کیږي.

د داکتر له نسخې پرته د درملو کارول، بېوزلي، فقر او همدارنګه په تېرو څلور لسیزو کې د بېلابېلو وسلو کارول د معلولو ماشومانو د زیږون لاملونه بلل کیږي.

اوس په هېواد کې جکړه پای ته رسیدلې او خلکو ته د فقر د لمنې له ټولېدو هم دا هیله رامنځته شوې، چې نور په هېواد کې معلول ماشومان نړۍ ته رانشي.

Trending

Exit mobile version