تازه خبرونه
په کونړ ولایت کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله له ۶۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې: په ننګرهار ولايت کې ۱۲ کسان مړه، ۲۵۵ نور ټپيان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ دي.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د تېرې شپې د زلزلې د وروستيو جزئياتو له مخې په کونړ ولايت کې ٦۱۰ کسان مړه شوي، ۱۳۰۰ نور ټپيان دي او ګڼشمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې: په ننګرهار ولايت کې ۱۲ کسان مړه، ۲۵۵ نور ټپيان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د اړوند ولایتونو سيمهييزو مسوولانو، والي صاحبانو او امنيه قومندانو،امنيتي او خدماتي ځواکونو ته لازمې سپارښتنې کړې، چې ژر تر ژره د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي او کوټلي، هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټول امنيتي،خدماتي، صحي، ټرانسپورټي، غذايي او اړوند نورې ډلې خپلو مرستو ته چټکوالی ورکړی، چې له زيانمنو هېوادوالو سره هر اړخيزه او پوره مرسته وشي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ له مرکز او نږدې ولایتونو مرستندويه ډلې د بېړنیو مرستو لپاره ختيځو ولايتونو ته روانې دي.
مجاهد زیاته کړې، چې دولتي مسوولان به له خپلو ټولو امکاناتو د خلکو د ژغورلو لپاره کار واخلي او د ژغورنې هڅې روانې دي.
لومړني راپورونه په یوه کلي کې د مړو شمېر ۳۰ ښيي؛ خو د روغتیا وزارت چارواکو ویلي؛ د کونړ ولایت په لرې پرتو او ستونزمنو سیمو کې د ځاني زیانمنو شمېر معلوم ندی.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي: “د تلفاتو او ټپیانو شمېر لوړ دی؛ خو زمونږ ډلې اوس هم په سیمه کې د لټون عملیات روان ساتلي دي.”
ځایي چارواکو ویلي، چې سلګونه ټپیان روغتون ته وړل شوي او د مړو شمېر به؛ ځکه لوړه شي، چې له لرې پرتو او بې سړکه سیمو څخه راپورونه رارسېدلي دي.
دغه راز د ننګرهار ولایت له مومندرې ولسوالۍ او لغمان ولایت څخه هم له ځاني زیانونو راپورونه ورکړ شوي دي.
ویل کیږي، چې د تېرې شپې زلزلې د غرني ولایت کونړ په څو ولسوالیو کې خټین او ډبرین کورونه ویجاړ کړي او د ژغورنې ډلو د ژوندي پاتې کسانو لټون روان ساتلی دی.