تازه خبرونه
په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې له ۲۰۰۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې په کب میاشت کې یعنې له څه باندې شل ورځو راپدیخوا پېنځه ماشومان وژل شوي او نهه ویشت نور ټپیان دي.
دې کمیسیون څرګنده کړې، چې په کال ۲۰۲۰ زیږدیز کې ۵۶۵ ماشومان وژل شوي او یو زر و څلور سوه څلور پنځوس نور ټپیان دي او یوازې په کب میاشت کې پېنځه ماشومان وژل شوي او نهه ویشت نور ټپیان دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري د ماشومانو د حقونو په اړه د دوه اثرونو د پرانیستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د ماشومانو د ژوندانه او روغتیا حق له جدي خطر سره سره مخ دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خطرونو څخه د ماشومان د خوندیتوب او له خپلو حقونو څخه د خبریدو لپاره د یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر مالي همکارۍ؛ د ژوند د حق او د روغتیا د حق تر سرلیکونو لاندې دوه کتابونه په ساده ژبه چاپ کړل، چې یو یې د حمیرا قادري او بل یې د محمد واعظي اثرونه دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې راضیه صیاد وایي: په دې وروستیو کې مو هڅه وکړه، چې ماشومانو ته د روغتیا او ژوندانه د حقونو په اړه په ساده ژبه انځوریز پوهاوی وړاندې کړو.
د ژوند د حق کتاب لیکواله حمیرا قادري وایي: په افغانستان کې د ماشومانو د ژوندانه بهیر ډېر ستونزمن دی او د ماشومانو ژوند بایلنه ډېره دردوونکې ده.
په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند اړینې شېبې پر سختو کارونو تېروي او د ماشومانو ډېری حقونه په واټونو کې د کارونو، سوال، لاسي پلورونو، په ټیټ عمر کې د ودونو او تېریو له کبله له پامه غورزول کیږي.
کارګر ماشوم حسیب څرګندوي: د خپلې کورنۍ د ډوډۍ موندلو لپاره کار کولو ته اړ یم او د زدکړ حق یې رانه اخیستی دی.
که څه هم په افغانستان کې د کورنیو او ټولنې په پوهاوي کې د ټېټې کچې له کبله د ماشومانو حقونه تل نقضیږي؛ خو د ماشومانو دا دوه داستاني اثرونه کولی شي ماشومانو ته د هغو د حقونو په اړه زد کړه او پوهاوی ورکړي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
