نړۍ

په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د شتمنو کسانو نوملړ خپور شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۳)

فوربس خپرونې د ۲۰۲۴ ز. کال د نړۍ د میلیارډرانو وروستی کلنی نوملړ خپور کړ، چې شمېر یې د تېر کال پر پرتله له ۱۴۱ کسانو څخه زیات شوی او دا تر بل هر وخت ډېر شتمن کسان دي.

د دغه نوملړ له مخې په نړۍ کې د میلیاردرانو شمېر ټولټال ۲۷۸۱ کسان دي. د دغو کسانو ټوله شتمني له ۱۴ اعشاریه ۲ ټریلیون ډالرو سره برابره ده، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله ۲ ټریلیون ډالره زیاته شوې ده.

مخکې له دې د میلیارډرانو شمېر او د هغوی د شتمنیو زیاتوالی ریکارډ ماتونکی و؛ په ۲۰۲۱ کال کې ۲۶ میلیارډران په نوملړ کې راغلي وه او د هغوی ټوله شتمني یو اعشاریه یو ټریلیون ډالره زیاته شوې وه؛ خو ۲۰۲۴ کال دغه ریکارډ مات کړ.

په دې نوملړ کې میلیارډران د پخوا پر پرتله نور هم شتمن شوي او دوه پر درېیمه برخه شتمني یې زیاته شوې ده.

د دې نوملړ له ټولو مخکښو ۲۰ کسانو د تېر کال پر پرتله تر ټولو ډېره مالي ګټه کړې او له ۲۰۲۳ کال راپدیخوا یې په خپلو ټولو شتمنیو کې ۷۰۰ میلیارډ ډالر ګټه ډېره کړې ده.

امریکا هم ۸۱۳ میلیارډران لري، چې په نړۍ کې د میلیارډرانو تر ټولو لوی هېواد دی؛ چین ۴۷۳ میلیارډران او هند ۲۰۰ میلیارډران لري، چې د دغو هېوادونو لپاره نوی ریکارډ دی.

فوربس خپرونې د دغو کسانو د شتمنيو د محاسبې لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ له اتمې څخه د تبادلې ونډې او  نرخونه کارولي دي.

برنارډ ارنولټ او د هغه کورنۍ د ۲۳۳ میلیارډ ډالرو خالص ارزښت لري، چې د نړۍ ترټولو بډایه خلکو کې شمېرل شوي دي.

 ارنولټ د هولډینګ LVMH رییس دی، چې په فرانسه کې د سینګاري شیانو تولیدوونکي شرکتونه لري. دا کورنۍ معمولا د فوربس خپرونې په نوملړ کې د نړۍ د درې بډایه خلکو تر څنګ وه.

ایلان ماسک، چې یو وخت د نړۍ تر ټولو بډایه شخص و؛ د ۱۹۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت خالصه شتمني لرۍ او په نوملړ کې یې دوه‌یم ځای خپل کړی دی. مسک، د Tesla او SpaceX بنسټ ایښودونکي دی او په ۲۰۲۲ کې یې ټویټر پر ۴۴ میلیارډ ډالرو وپېره او نوم یې هم ایکس ته بدل کړ.

فوربس اټکل کوي، چې ماسک د ټولنیزې شبکې شاوخوا ۷۴ سلنه ونډه لري، چې اوس ارزښت نږدې ۷۰ سلنې ته راکښته شوی دی. د ارزښت دا کمښت او نور عوامل لکه د ټیسلا عاید کمېدا په تېرو دوه کلونو کې د ماسک د شتمنیو خالص ارزښت نور هم کم شوی دی.

د امازون بنسټ ایښودونکی جیف بزوس، چې شتمني یې د ۱۹۵ میلیارډ ډالرو خالص ارزښت لري؛ د نړۍ درېیم شتمن کس دی. له ده وروسته د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دی، چې د ۱۷۷ میلیارډ ډالر شتمني لري.

په دې نوملړ کې نور مشهور نومونه دا دي:

۱۰۰. د فاکس نیوز بنسټ ایښودونکی روپرټ مردوک او کورنۍ یې د ۱۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو شتمني لري.

۱۳۷. د امریکا د فوټبال کلب دالاس کاوبای مشر جیري جونز د ۱۳ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو شتمني لري.

۱۳۳۰. مشهور سندرغاړی Jay-Z د ۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو ارزښت لري.

۱۸۵۱. د ټولنیزو رسنیو مشهور شخصیت کیم کارداشیان، چې د ۱ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر شتمني لري.

۲۵۴۵. سندرغاړی ټیلر سویفټ د ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو شتمني لري.

د نړۍ د میلیارډرانو په نوملړ کې تر ټولو بډایه ښځه په پېنځلسم ځای کې ده، چې د لوریال د بنسټ ایښودونکي لمسۍ فرانسوا بیټینکورټ مایرز ده، چې د نړۍ له ټولو شتمنې میرمنې په توګه د هغې شتمني ۹۹ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالراټکل شوې ده.

له بیټینکورټ وروسته څلور بډایه میرمنې دا دي:

۲۱. د والمارټ پلورنځیو بنسټ ایښودونکې الیس والټن د سیم والټن لور د ۷۲ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر شتمني لري.

۲۳. جولیا کوچ او د هغې درې ماشومان، چې د خپل میړه له مړینې وروسته د کوچ صنعت کې ډېره ونډه ورته په میراث پاتې ده او د ۶۴ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر شتمني لري.

۳۵. د مارس د چاکلیټو او خوراکي توکو د شرکت د درېیمې برخې خاونده جاکولین مارس، چې شتمني یې ۳۸ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالره ده.

۴۳. د جیف بیزوس پخوانۍ میرمن مکینزي سکاټ، چې د ۳۵ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو پر خالص ارزښت شتمني لري.

Trending

Exit mobile version