تازه خبرونه
په ۹ ولایتونو کې څه باندې ۲ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوه
کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) ویلي، چې د کوکنارو کښتونو د اړولو او له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، ۷۷۷ جریبه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، بلچراغ، المار، کوهستان او خیبر ولسوالیو کې، ۴۰۰ جریبه په پکتیا، ۲۹۲جریبه په ننګرهار، ۱۲۷ جریبه په تخار، ۳۸ جریبه په کونړ، ۱۳ جریبه په بغلان، ۱۱ په بلخ او ۵ جریبه ځمکه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
په کابل ولایت کې هم د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې دي.
تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۸۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، په هېواد کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو لپاره د نشهیي توکو د کښت او قاچاق پر ضد جدي مبارزه روانه ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته اسلامي امارت د نشهیي توکو یو زیات شمېر قاچاق وړونکي نیولي او بندیان دي.
نوموړي دغه راز ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه د نشهيي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه نهلري، بلکې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو د بديل کښت په موندلو کې مرسته کوي.
تازه خبرونه
په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.
دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نهدی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.
هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.
په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګهوالو په ګډون جوړه شوه.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه5 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا
-
سوداگري5 days agoله ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
-
تحول2 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
