لوبی

پیروزي عینو مینه او صرفان هرات په افغانستان اتلانو لیګ کې ښه وځلېدل

د دې ورځې په لومړۍ لوبه کې عینو مینې اتفاق خانزاده ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه؛ سمیع الله نادري د عینو مینې لپاره دواړه ګولونه ووهل او منیر احمد حلیمي د اتفاق خانزاده لپاره یو ګول وواهه.
د همدې ورځې په دوه‌یمه لوبه کې صرافان هرات د ارمان پر وړاندې لوبه ۲ پر ۰ وګټله؛ ارسلان محمدي او جواد الکوزي ګولونو صرافان لوبډله له درې نمرو برخمنه کړه.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۳, ۱۴۰۴

عینو مینه او صرفان هرات د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو کې ښه وځلېدل.

د دې ورځې په لومړۍ لوبه کې عینو مینې اتفاق خانزاده ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه؛ سمیع الله نادري د عینو مینې لپاره دواړه ګولونه ووهل او منیر احمد حلیمي د اتفاق خانزاده لپاره یو ګول وواهه.

د همدې ورځې په دوه‌یمه لوبه کې صرافان هرات د ارمان پر وړاندې لوبه ۲ پر ۰ وګټله؛ ارسلان محمدي او جواد الکوزي ګولونو صرافان لوبډله له درې نمرو برخمنه کړه.

اوس د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا مشهورو پېښو څخه ګرځیدلی، چې په ټول هېواد کې پاملرنه راجلبوي او د ځایي استعدادونو په روښانه کولو کې مرسته کوي. دا لیګ د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه غوره کلبونه راټولوي، چې د سپورټ د مخ پر زیاتېدونکي شهرت په لوړولو کې مرسته کوي.

د دې سیالیو ټول هېوادني مینه‌وال کولی شي دا لوبې پر ژوندۍ بنه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Trending

Exit mobile version