Connect with us

تازه خبرونه

څلور میلیون افغانان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري – د بښنې نړیواله ټولنه

خپور شوی

د

د بخښنې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې بې ځایه شویو خلکو ته بېړنۍ بشري مرستې تر سره کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛  کورني  بېځایه شوي خواړو، اوبو او روغتیایي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغو څلورمیلیو بې ځایه شویو سره، چې د کرونا ویروس د چټکې خپریدا پر مهال له زیانمنېدو سره مخ ول؛ خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

سرچینې زیاته کړې: مونږ له ویروسه وژغورل شو؛ خو له لوږې به ژوندي پاتې نشو.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ کرونا ویروس په افغانستان کې د کورني بې ځایه شويو خلکو پر وضعیت خورا ویجاړونکې اغېزه کړې، چې پاکو اوبو، مناسبو خواړو او روغتیایي مرستو ته لاسرسی نلري.

د بښنې نړیوالې ټولنې په کمپونو کې د کورني بې ځایه شويو خلکو پر حالت هم نیوکه کړې او وایي، چې دوی ان خامو توکي ته هم لاسرسی نلري.

په سویلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان مشرې سمیرا حمیدي ویلي، چې څلور میلیون د بې ځایه شوي کورنيو غړي د کرونا ویروس د خپریدو په شرایطو کې ژوند کوي.

سمیرا حمیدي زیاته کړې؛ کمپونه تنګ او روغتیايي خدمتونه نلري. ان دلته لومړني روغتیايي خدمتونه هم نشته. پر دې وژونکي جوړښت سربېره  کورني بې ځایه شويو خلکو ته لږه مرسته چمتو شوې ده

هغې زیاته کړې؛ جنګونو په هېواد کې د بې ځایه کیدو ډېریدل او د کرونا ویروس د درېیمې څپې خطر  رامنځته کړی دی. د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید د بې ځایه شویو کورنیو د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د بخښنې نړیوالې ټولنې دا هم ویلي، چې د کابل، ننګرهار او هرات د کمپونو مهاجرو ته بېړنۍ مرستې  ورکړشوې؛ خو دې حالت پر یو متر واټن ټینګار ناشونی کړی دی.

د ننگرهار ولایت په یوه کمپ کې میشتې میرمن د بښنې نړیوالې ټولنې ته ویلي، چې په کمپ کې ډېرې کورنۍ د کرونا ویروس نښې لري؛ خو دوی کتنو ته لاسرسی نلري، چې وکتل شي. د خلکو د څرګندونو له مخې لږ تر لږه اووه کسان له کرونا ویروسه مړه شوي؛ خو مونږ بریالي نشوو، چې روغتیا پاملرنې ته لاسرسی ومومو.

داخلي بې ځایه شوي کسانو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي، چې د قرنطین پرمهال ورسره مرسته نه وه شوې.

یوه بې ځایه شوې دې ټولنې ته ویلي: مونږ دنده نلرو، پیسې نلرو، مونږ چیرته واوسېږو، مونږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو، چې مونږ خپلو کلو ته بېرته ستانه شو. هغوی باید له مونږ سره مرسته وکړي، چې خپل ژوند خوندي او له عزته ډک ژوند وکړو.

حميدي څرګنده کړې: کرونا ويروس حکومت ته يوه ننګونه ده. ویروس د بې ځایه شوي پر وضعیت اغېزه کړې؛ خو نړیواله ټولنه باید د اغېز کمولو لپاره سرچینې ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جګړه ورځ تر بلې پراخه کیږي او د بې ځایه شویو خلکو شمېر هم ورسره ډېریږي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۳۲۷۰۰۰ ډېر خلک په افغانستان کې بې ځایه شوي وه، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!