نړۍ
چین د تایوان په اړه د بایدن وروستیو څرګندونو ته خپل غبرګون څرګند کړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه؛ چين د هغو کړنو په ځواب کې، چې د دغه هېواد د وېشلو او بېلولو هڅه کوي، د ټولو اړینو کړنو د ترسره کولو حق لري.
له هغې وروسته، چې جو بایدن وویل؛ د چین لخوا د برید په صورت کې به امریکایي ځواکونه له تایوان دفاع وکړي، د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې هېواد یې د امریکا پر وړاندې خپل بشپړ غبرګونونه او اندېښنې په ډاګه کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې مائو نينګ په خپله خبري غونډه کې وويل؛ چين حق لري د هغو هڅو په ځواب کې، چې د دغه هېواد د وېشلو او بېلولو ګام واخلي؛ ټول اړين تدبيرونه ونيسي.
هغې زیاته کړې: مونږ لیواله یوو، چې د سوله ییز بیا یوځای کیدو (له تایوان سره) په اړه خپل غوره کار وکړو او په ورته وخت کې مونږ به هغه هڅې ونه زغمو، چې موخې یې وېش او بېلتون غوښتونکې وي.
نوموړې له امریکا وغوښتل، چې د تایوان اړوند مسایل دې په پوره پاملرنه او سمه بڼه اداره کړي او هغو بېلتون غوښتونکیو ته دې له تېروتنې ډک پیغامونه نه وړاندې کوي، چې د تایوان خپلواکي غواړي.
په پای کې مائو ويلي: په نړۍ کې يوازې يو چين دی او تايوان د دغه چین يوه برخه ده او د چين ولسي جمهوريت د چين يوازنی مشروع حکومت دی.
د امریکا ولسمشر جوبایدن له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي وه؛ که پر تایوان برید وشي، د امریکا پوځ نرینه او ښځینه به له دې تاپو دفاع وکړي. د دې مرکې په بهیر کې د CBS مرکه کوونکي له بایدن پوښتلي، چې په څرګنده بڼه دې ووایي: آیا د خبرو معنا یې دا ده، چې امریکایی ځواکونه به د چینایي ځواکونو د برید په صورت کې اوکراین ته ورته له تایوان دفاع نکوي؟ بایدن ځواب ورکړ: هو!.
