تازه خبرونه
ښايي له افغانستان څخه د سپټمبر یوولسمې ته ورته یو بل برید وشي – پاکستان
ایکسپریس ټریبیون د آصف دراني د څرګندونو له مخې لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې په جګړه کې د نړۍ له ښکېلتیا اندېښمن دی او د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان یې له پامه غورځولی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی، چې ښایي د سپټمبر یوولسمې ته ورته یو بل برید د اسلامي امارت تر ادارې لاندې رامنځته شي.
ایکسپریس ټریبیون د آصف دراني د څرګندونو له مخې لیکلي، چې پاکستان د اوکراین او غزې په جګړه کې د نړۍ له ښکېلتیا اندېښمن دی او د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان یې له پامه غورځولی دی.
د دې راپور د څرګندونو له مخې؛ آصف دراني ویلي: افغانستان څه نا څه هېر شوی دی. په دې کې شک نشته او پدې اړه د دوحې د جون په درېیمه غونډه کې هم ټینګار شوی دی. بشري مرستې هم د اړتیا تر کچې ندي. ان په تېر کال کې یوازې یو پر درېیمه برخه ژمنې تر سره شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې په اوکراین او غزه کې له جګړې وروسته د نړیوالو لوبغاړو لومړیتوبونه بدل شوي دي. په حقیقت کې افغانستان نور د خبرونو سرټکی ندی. ان په کورنیو پاڼو کې افغانستان نه تر سترګو کیږي.
آصف دراني د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ، چې: روان حالت کولی شي افغانستان د سپټمبر له یوولسمې څخه مخکنیو شرایطو ته وروګرځوي، چې د سپټمبر یوه بله یوولسمه به رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان د اوسنيو وګړو ۹۷ سلنه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ۵۲ سلنه یې له نړیوالو بشري مرستو سره تړلي دي.
دراني ويلي: که د افغانستان اقتصادي حالت خراب شي؛ زما پر اند زمونږ اندېښنه بايد دا وي، چې خلک به له افغانستان څخه پر وتلو پيل وکړي او ښه انتخاب ورته بیا پاکستان دى. دا هغه څه دي، چې مونږ یې باید په اړه حساس واوسو او نړیواله ټولنه باید خپلو مسوولیتونه درک کړي.
هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر لپاره یوه ستره ننګونه ده.
هغه زیاته کړې: زما اندېښنه دا ده، چې داعش په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او دا باید سیمې او له سیمې بهیر ټولو ته د اندېښنې وړ وی. که دلته څخه پېښیږي؛ په بل ځای کې هم پېښېدلی شي.
دراني له تحریک طالبان پاکستان سره د جنګېدو لپاره د پاکستان د غوراوي په اړه ویلي، چې د دغه هېواد ډیپلوماسي پرټپه نده ولاړه او ډاډه دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له ساړه کار سره – سره به پاکستان د طالبانو د پټنځایونو په اړه ګام اخلي او د ټيټيپي مسله به حل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده او امن ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ ندی او اسلامي امارت په ښکاره ویلي، چې هیچاته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد د امنیت پر ضد د هڅو اجازه ورنکړي.
حمدالله فطرت زیاته کړې: په دې برخه کې هر ډول اندېښنې په کلکه ردوو او یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده او امن ده.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
