تازه خبرونه

ښځې ملکیت نه، بلکې آزاد او باعزته انسانان دي – اسلامي امارت

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي امارت امیر ملا هبة الله اخوندزاده د ښځو د حقونو په اړه په یوه نوي فرمان کې سپارښتنه کړې، چې ښځې ملکیت نه، بلکې آزاد او باعزته انسانان دي.

په فرمان کې ټینګار شوی؛ هیڅوک حق نلري، چې د سولې او یا د دښمنۍ د له منځه وړلو په بدل کې چا ته ښځه ورکړي.

په فرمان کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د واده پر مهال د نجونو رضایت اړین دی او هيڅوک نشي کولی چې کونډې ښځې پېغلې نجونې پر زور واده کړي.

په دې حکم کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته رسیدلی راغلي، چې:

هیڅوک نشي کولی، چې ښځه په جبر نکاح کړي.

ښځه مال او ملکیت ندی، بلکې یو اصیل او آزاد انسان دی او هیڅوک یې په بدو کې نشي ورکولی .

کونډه د خپلې نکاح او برخلیک په اړه د پرېکړې واک لري.

له نوي خاونده د مهر اخیستل د کونډې حق دی.

او هغه کسان، چې څو ښځې لري؛ اړ دي، چې د شرعي احکامو له مخې د ټولو حقونه ورکړي او تر منځ یې عدالت خوندي او رامنځته کړي.

د ښځو د حقونو فعالانې د میرنو د حقونو په اړه له دې حکمه هرکلی کوی او د عملي کیدو غوښتنه یې کوي.

په دې فرمان کې د اسلامي امارت رهبر ملا هبة الله اخوند حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ، سترې محکمې او والیانو ته امر کړ چې پر ښځو د هر ډول ظلم مخه ونیسي.

په افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځيدو وروسته یو شمېر میرمنې د خپلو حقونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې، زدکړو، کار او سیاست کې یې ونډه پیکه شوې ده.

د اسلامي امارت د مشر په دې فرمان کې د ښځو د کار او زدکړو په اړه څه ندي ویل شوي.

Trending

Exit mobile version