تازه خبرونه

کانادایي سناتورې افغان کډوالې کورنۍ ته نامستند اسناد لېږلي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۱)

یوې کانادایي ورځپاڼې د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې یوې کاناډایۍ سناتورې او د هغې یوې کارکوونکې یوې افغان کورنۍ ته، چې تېر کال یې له افغانستان څخه د تېښتې هڅه کوله غیراصولي سفري اسناد استولي دي.

په دې اسنادو او پاڼو کې راغلي: هر افغان ته، چې نومونه یې په کې لیکل شوي؛ کانادا ته د ننوتلو ویزه ورکړ شوې او غوښتنه شوې، چې دې ډلې ته دې له حامد کرزي نړیوال هوایي ډګره د خوندي سفر اجازه ورکړ شي، چې دوی پلان شوې الوتنه وکړي.

دا کورنۍ اوس هم په افغانستان کې ده.

د کانادا د حکومت د څرګندونو له مخې؛ آسانتیا رامنځته کوونکي اسناد، چې دوی د سناتورې او د هغې له دفتره ترلاسه کړي؛ معتبر ندي او د هغو کسانو نومونه، چې په کې لیکل شوي کانادا ته د سفر لپاره تائید شوي ندي.

د کانادا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ادارې (IRCC) د فدرالي کډوالۍ څانګې، څېړنې ترسره او پېښه یې پولیسو ته استولې ده.

سناتورې مک فدران ویلي؛ هڅه یې کړې، چې مرسته وکړي او دا کار یې په ښه نیت ترسره کړی.

هغې منلې، چې د حکومت د آسانتیاوو د پاڼو بېلګه یې کارولې؛ خو هغې رد کړه، چې اسناد جعلي یا غیرقانوني ندي.

هغې په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: د تېر اګست په میاشت کې د افغانستان ژغورنې د هڅو په اړه ما درغلي، جعل یا غیرقانوني هڅه نده کړې.

د IRCC ویاند ریمي لاریویر ویلي: آسانتیاوې برابروونکې پاڼې د نامعتبرو لیکونو په توګه کارول یوه د غور وړ مسله ده.

هغه زیاته کړې؛ د اړوند څېړنیزې داخلي څانګې له څېړنو وروسته دا موضوع قانون پلي کوونکیو ته سپارل شوې ده.

Trending

Exit mobile version