تازه خبرونه
کندوز ته د ۱۶ کسیز ازبکستاني پلاوی سفر؛ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر همکاریو ټینګار وشو
د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوهاړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ازبکستان د جېزخ ولایت د مرستیال والي بهرام یوسوپوف پر مشرۍ د دې هېواد یو ۱۶ کسیز لوړپوړي پلاوي کندوز ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولانو او سوداګرو سره یې د دوهاړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوهاړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
صهیب ازبکستاني او نورو بهرنیو سوداګرو ته په کندوز کې د پانګونې رسمي بلنه ورکړه او څرګندوي، چې د پانګوالو لپاره د اړتیا وړ آسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه له ازبکستاني لوري وغوښتل، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د چټکتیا لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې ډېرې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.
دغه راز د ازبکستاني پلاوي مشر بهرام یوسوپوف د کندوز ولایت د مسوولانو او سوداګرو له تود هرکلي مننه کړې او وایي؛ هېواد یې لېواله دی، چې په افغانستان کې خپلې پانګونې پراخه کړي.
یوسوپوف ویلي، کندوز ته د دوی د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا ده او هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې له افغان سوداګرو سره ګډه پانګونه وکړي.
کندوز د افغانستان په شمال کې یو مهم اقتصادي او کرنیز ولایت دی، چې له ازبکستان او تاجکستان سره ټرانزیټي ګڼې مستقیمې او غیرمستقیمې لارې لري او د هېواد په سوداګریزو راکړو ورکړو کې مهم ځای لري.