تازه خبرونه
کورني پانګوال د حاجیګک په اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.
یو شمېر کورنیو پانګوالو اعلان کړی، چې غواړي د حاجیګک د اوسپنې کان د یو بلاک د سپړلو او کېندنې لپاره په ۳ پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.
د دغو پانګوالو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به له یوه بهرني شرکت سره په ګډه او مسلکي توګه پلي شي.
د کانونو پر کېندنې سربېره په هېواد کې د اسفنجي اوسپنې د پروسس کولو لپاره یوه کارخونه هم جوړیږي، چې له نړیوالو معیارونو سره سم او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو به فعالیت وکړي.
دا کارخونه به د ورځني د اسفنجي اوسپنې د ۹ زره ټنو د پروسس ظرفیت ولري او د شمس اوسپنې په انګټونو کې به یې تولید د هېواد کورني اړتیاوې پوره کړي. همدارنګه دا پروژه به په مستقیم ډول د ۶ زره کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
ملا عبدالغني برادر د دې پلان د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پانګوالو سره ګډ کار وکړي او د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.
