لوبی
کوهلي او روهیت د افغانستان پر وړاندې د هند کرکټ لوبډلې اعلان ځنډولی
د کرکټ مینهوال په تمه دي، چې د هند کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړي.
ټاکل شوې، چې د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه به نن یکشنبه په ممبي کې غونډه وکړي؛ خو تر اوسه یې په اړه څه ویل شوي نهدي. په هرصورت، تمه کیږي، چې په ۲۰ آوریز کرکټ لوبو کې د ویرات کوهلي او روهیت شرما راتلونکی د غونډې اصلي اجنډا وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ له هند سره د راتلونکیو سیالیو لپاره خپله لس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
روهیت شرما، چې له ۲۰۲۲ راپدیخوا په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې له نیمه پایلوبې وروسته لوبه نهده کړې. اوس غواړي د ۲۰۲۴ نړیوال جام څخه مخکې د ۲۰ اوریزو لوبو په لړ کې د هند لوبډلمشري وکړي.
ویرات کوهلي، چې وروستی ځل یې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه؛ د بېرته ستنېدو شونتیا یې ډېره ده.
کوهلي په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې خورا ښه ځلېدلی؛ ځکه، چې د ۱۰۰ منډو په ګډون یې ۷۵۰ منډې کړې دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې انتخاب کوونکي د لوبډلې په پیاوړتیا کې د دغو تجربه لرونکیو لوبغاړو د بېرته راستنېدو له کبله له ننګوونکې پرېکړې سره مخ دي.
روهیت او ویرات دواړو په T20I کې د لوبېدو لیوالتیا ښودلې او داسې ګونګوسې دي، چې دوی به د افغانستان پر وړاندې بېرته راستانه شي؛ خو په شل اوریز نړیوال جام کې د دوی ګډون به د هند غوره لیګ ۲۰۲۴ کال کې د دوی پر ځلېدا پورې اړه ولري.
ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په موهالي لوبغالي کې ترسره شي، دوه یمه لوبه به د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور لوبغالي کې او درېیمه لوبه به د جنورۍ پر اووه لسمه په بنګلور لوبغالي کې ترسره شي.
ټولې لوبې به د کابل پر وخت ماښام شپږ بجې پیل شي.
آریانا ټلویزیون یو ځل بیا د سیالیو د لړۍ د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی. سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې د تازه معلوماتو، مهالوېش اود لوبډلو د خبرونو لپاره مونږ وڅارئ.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
-
تازه خبرونه4 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
