تازه خبرونه

ګوټرش د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د ملکـي وګــړو د خـوندیتـوب غـوښتنـه وکــړه

اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه، «جنایت» او «بزدلانه اقدام» بللي او غندلي یې دي.

Published

on

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د پاکستاني پوځي رژیم له هغو هوايي بریدونو وروسته، چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو یې لسګونو عامو وګړو ته مرګ‌ او ژوبله واړوله؛ د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ د ګوټرش د څرګندونو له مخې ویلي، چې ټول ښکېل لوري باید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او په هر ډول شرایطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه وکړي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» شوي او څه باندې ۱۶۰ نور ټپیان دي. په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل ول، چې د برید پر مهال په خپلو کورونو کې ویده ول.

اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه، «جنایت» او «بزدلانه اقدام» بللي او غندلي یې دي.

Trending

Exit mobile version