تازه خبرونه
یوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدول شول
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
د آلمان کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانانو یوه ۳۲ کسیزه ډله له پاکستان څخه د برلین ښار ته لېږدول شوې ده.
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
شاوخوا ۲۲۰ کسه پخواني سیمهییز کارکوونکي، ۶۰ نور په «بشري حقونو نوملړ» کې راغلي کسان، نږدې ۶۰۰ کسان د «ارتباطي پُل» پروګرام پورې اړوند او شاوخوا ۱۰۰۰ نور افغانان د آلمان د منلو پروګرام له ډلې څخه دي، چې د منلو ژمنه یا د منلو خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.
د آلمان اوسني حکومت ائتلاف، چې د مسیحي ډموکراټ، مسیحي سوسیال او سوسیال ډموکرات ګوندونو ترمنځ جوړ شوی؛ هوکړه کړې، چې «د افغانانو د منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوي او نوي پروګرامونه پیل نکړي.»