تازه خبرونه

یو څو کسیز افغان پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۷, ۱۴۰۰

د پاکستان مشرانو منلې، چې د افغانستان د سیاسي شخصیتونو یوه پلاوي د سې شنبې پر ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

د عمران خان دفتر څرګنده کړې؛ لومړي وزیر افغان پلاوي ته له ښه راغلاست وروسته ویلي، چې افغانستان او پاکستان نه یوازې د ورورولۍ ټینګې اړیکې لري؛ بلکې د ګډې عقیدې، تاریخ، فرهنګ لرونکي دي او د خپلوئ اړیکو هم نښلولي دي.

د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ عمران خان ټینګار کړی، چې د پاکستان په پرتله بل هیڅ هېواد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی ندی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان زیاته کړې؛ په روانو حالاتو کې افغان مشران کولی شي، چې افغانستان د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ پر لوري رهبري کړي.

دغه راز عمران خان د ټولګډونه سیاسي حل پر اړتیا  ټینګار کړی او وایي، چې په دې برخه کې پاکستان له اړوند هڅو کلک ملاتړ کوي.

ویل کیږي، چې افغان پلاوي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ورورګلوۍ د اړیکو پر پیاوړتيا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version