تازه خبرونه
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
د سفارت ویاندې کنیشکا ګانګوپادهای ویلي، افغانان تېره اوونۍ په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره د غوښتنلیک بهیر بشپړولو وروسته په څو ډلو کې سوداګریزو الوتنو له فیلیپین څخه ولېږدول.
د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د امریکا سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې نږدې ۲۰۰ افغانان له هغې وروسته، چې د مانیلا او واشنګټن ترمنځ د یوې هوکړې په توګه په فیلیپین کې د دوی د ځانګړې کډوالۍ ویزې پروسس شوې؛ امریکا ته لېږدول شوي دي.
د سفارت ویاندې کنیشکا ګانګوپادهای ویلي، افغانان تېره اوونۍ په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره د غوښتنلیک بهیر بشپړولو وروسته په څو ډلو کې سوداګریزو الوتنو له فیلیپین څخه ولېږدول.
د سفارت په اعلامیه کې “د فیلیپین له حکومت څخه د دې مرستې ستاینه شوې ده.”
دا افغانان، چې ډېری ماشومان هم په کې ول؛ د جنورۍ پر شپږمه فیلیپین ته ورسېدل. د دوی د شمېر او ځایونو جزئیات د امریکا او فیلیپین چارواکو لخوا پټ ساتل شوي دي. واشنګټن په فیلیپین کې د دوی د پاتې کېدو لګښت ورکړ.
د اسوشیټیډ پریس د څرګندونو له مخې؛ هغه افغانان، چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت لپاره کار کاوه یا د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو مستحق ول، هغه وخت پاتې شول کله، چې د امریکا او ناټو ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه ووتل.
د فیلیپین چارواکو ویلي، چې د امریکا تلونکي ولسمشر جو بایډن امریکا ته د خپل سفر په جریان کې د فیلیپین له مشر فرډینند مارکوس جونیئر سره د افغانانو د بیا مېشتېدنې پر مسله خبرې کړې دي.
په جولای کې فیلیپین هوکړه وکړه، چې په لنډمهاله توګه د افغانانو لپاره د یو مرکز کوربتوب وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د شنبې پر ورځ درېیمو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لیږد په اړه د مسلو په اړه یوه غونډه وکړه. دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د تفتیش، توقیف او ایستلو پروسه ګړندۍ شوې ده.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد اسحاق ډار د شنبې پر ورځ یوه غونډه وکړه، چې په کې درېیمو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ پر اړوند مسلو تمرکز وشو. په دې غونډه کې، د افغان کډوالو د لیږد لپاره د حللارو او هغو ننګونو په اړه بحث او بیاکتنه وشوه، چې دوی ورسره مخ دي.
