تازه خبرونه
۳۰زره افغان حاجیانو د حج مناسک بریالي بشپړ کړل
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رسمي اعلان له مخې؛ د افغان حاجیانو لپاره د سږ کال د حج مراسم په منظم ډول او په سولهییزه فضا کې ترسره شول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال د افغان حاجیانو لپاره د حج مناسک په منظم ډول ترسره او پرته له کومې لویې ستونزې بشپړ شول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رسمي اعلان له مخې؛ د افغان حاجیانو لپاره د سږ کال د حج مراسم په منظم ډول او په سولهییزه فضا کې ترسره شول.
دې وزارت په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې روحاني سفر کې د افغان حاجیانو لپاره هیڅ ډول پېښې یا د پام وړ ستونزې راپور ندی ورکړ شوی.
د وزارت لخوا چمتو شوې احصائې ښیي، چې شاوخوا ۳۰ زره افغان اتباعو سږ کال د حج په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د حاجیانو د لېږلو، استوګنې، د مراسمو ترسره کولو او د حاجیانو د بېرته راستنېدو ټول پړاوونه په پوره پاملرنه او پلان شوې څارنه ترسره شوي دي.
چارواکو همدارنګه ټینګار کړی، چې د سعودي ادارو او د حاجیانو د هوساینې او سولې په ډاډمنولو کې مهم رول لوبولی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې د سږ کال د حج په اړه مفصل راپور به د حاجیانو هېواد ته له راستنېدو وروسته وړاندې شي.
د حج مراسم د مسلمانانو یو مهم فرض دی، چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو خلک د سعودي عربستان مکې ته د دې مراسمو د ترسره کولو لپاره سفر کوي. افغانستان هم هر کال د حاجیانو یوه خبله برخه لري، چې د حج او اوقافو وزارت لخوا تنظیم کیږي.
