لوبی
آریانا راډیوټلویزیون د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ د خپرولو حق تر لاسه کړ
د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ به سېشنبه د شپې ۹:۳۰ د زمري له څوارلسمې څخه د وږي تر نهمې / د اګست له پېنخمې څخه د همدې میاشتې تر یودېرشمې په انګلستان کې ترسره شي.
آریانا راډیوټلویزیون نړیواله شبکه ویاړي، چې په افغانستان کې یې د افغانانو تر کورونو د ” ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ” د رسولو او ژوندۍ خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړی دی.
د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ به سېشنبه د شپې ۹:۳۰ د زمري له څوارلسمې څخه د وږي تر نهمې / د اګست له پېنخمې څخه د همدې میاشتې تر یودېرشمې په انګلستان کې ترسره شي.
دا سیالۍ اته فرنچائزي لوبدلې(هغه لوبډلې، چې تر خصوصي یا سوداګریزو امتیازاتو لاندې فعالیت کوي) د سل توپونو پر بڼه ترسره کوي، چې په ټوله نړۍ کې یې د کرکټ مینهوالو ترمنځ شهرت مخ پر زیاتېدو دی.
دا سیالۍ به په لارډز کرکټ ډګر کې د لندن سپیریټ او دفاعي اتل اوول اینوینسیبلز لوبډلو ترمنځ پر پرانیستونکې لوبې پیل شي. ټاکل شوې، چې وروستۍ لوبه به هم د وږي پر نهمه / د اګست پر یودېرشمه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
په سږنیو سل توپونو سیالۍ کې لاندې لوبډلې ګډون کوي: لندن سپیریټ، اوول اینوینسیبلز، بیرمنګهام فینکس، مانچسټر اوریجنلز، نارډن سوپرشارجرز، ساوټرن بریو، ټرنټ راکیټس او ولش فایر.
په هره لوبه کې هره لوبډله به د سل توپونو یوه پاڼۍ ولري. توپاچوونکي کولی شي په پرلهپسې توګه پېنځه یا لس توپونه واچوي؛ خو تر ۲۰ توپونو پورې اچولی شي. له هرو لس توپونو وروسته، په ډګر کې د لوبغاړو د ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې نښې رامنځته کیږي، چې دې لنډمهالې لوبې ته سټراټیژیکه او ټاکټیکي اړخ وربښي.
تمه ده، چې په سږني پړاو کې د غوره نړیوالو لوبغاړو ډېر شمېر حضور ولري.
د آسټرالیا سټیو سمیت له ولش فایر سره یوځای شوی، د نیوزیلینډ ټرنټ بولټ به د برمنګهام فینکس لپاره لوبه وکړي او د افغانستان کرکټ ستوری راشد خان به یو ځل بیا د اوول اینوینسیبلز لپاره ولوبیږي.
نور احمد یوازنی افغان لوبغاړی و، چې د ۲۰۲۵ سیالیو ته د رسمي غوراوي له لارې غوره شو. هغه له مانچسټر اوریجنلز سره د ۲۰۰ زره پونډو (۲۶۷ زره ډالرو) پر ارزښت تړون ترلاسه کړ، چې هغه یې په دې سیالیو کې تر ټولو ګران بهرنی لوبغاړی کړ.
دغه راز راشد خان د غوراوي له بهیر مخکې د اوول انوینسیبلز تړون لاسلیک کړ، چې د ۱۲۰ زره پونډو (۱۶۰ډالرو) ارزښت لري.
په افغانستان کې کرکټ مینهوال کولی شي ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري؛ ځکه، چې آریانا راډیوټلویزیون د سیالیو د خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړي دي.
د نرینهوو ټولې لوبې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون ATN له لارې خپرې او د ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ سیالۍ د افغانانو تر کورونو راورسوي.
د نړۍ د غوره ستورو پر ګډون، له نندارهکوونکو ډکو لوبغالو او هغه ډګرنۍ بڼه، چې سرعت او تفریح ته ډیزاین شوې؛ ۲۰۲۵ سل توپونو کرکټ نړیوال جام نه یوازې هیله بښونکی کوي، بلکې د کرکټ د عصري لوبې په ودې کې یو بل زړهراکښونکی پړاو هم ځلوي.