لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا فوټسال نړیوال جام خپرولو حق ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۰)

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۱ فیفا فوټسال نړیوال جام د خپرولو حق خپل کړی، چې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۲۱ او د سپټمبر ۱۲) به په لیتوانیا کې پیل او خپرې شي.

څلیریشت ملي ټیمونه به په دې سیالیو او ټورنمنټ کې برخه واخلي او لومړۍ لوبه به د کوربه لیتوانیا او وینزویلا ترمنځ  په کاوناس لوبغالي کې ترسره شي.

دغه راز وروستۍ لوبه د اکتوبر پر ۳ په همدې لوبغالي کې ترسره کیږي.

ارجنټاین د اتلولۍ ساتونکی به راتلونکې سې شنبه په ویلنیوس ښار کې له امریکا سره ډګر ته ورودانګي.

همدارنګه برازیل، چې تر دې دمه یې پېنځه ځله فوټسال نړیوال جام ګټلی؛ راتلونکې دوشنبه به د ویټنام پروړاندې لوبه وکړي.

د دوه اتلولیو ګټونکې هسپانیه هم د یوې اروپایي لوبډلې په توګه هڅه کوي، چې له ۲۰۰۴ راپدیخوا د اروپا اتلولي بېرته راوګرزوي.

ټاکل شوې، چې د هسپانیا ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سویلي امریکا د پاراګوایي لوبډلې پروړاندې ترسره کړي.

دغه راز د پرتګال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه د تایلینډ پروړاندې ترسره کوي او د روسیې فوټسال اتحادیه به خپله لومړۍ لوبه د مصر پروړاندې ترسره کړي.

د افغانستان دوه ګاوند هېوادونه ازبکستان او ایران هم په دې سیاليو کې لوبیږي. ایران به د سې شنبې پر ورځ په اف ډله کې له صربستان سره مخ شي؛ ازبکستان او ګواتیمالا به په بي ډله کې ولوبیږي.

د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا برخه کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version