لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي

دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب  تر سره شي.

Published

on

آریانا راډیو او ټلویزیون د خوښۍ زیری وړاندې کوي، چې په افغانستان کې یې د راتلونکي ۲۰۲۵کال د فبرورۍ د میاشتې د کرکټ اتلانو جام سیالیو د ژوندۍ خپرونې حق ترلاسه کړی دی.

دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب  تر سره شي.

په دې سیالیو یا ټورنمنټ کې به د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي اته غوره لوبډلې برخه واخلي. پاکستان، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې یې د اتلانو اتلولي ګټلې وه، دفاعي اتل دی.

د کرکټ اتلانو جام یوه پنځوس اوریزه لوبه ده، چې هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي.

د راتلونکي کال سیالۍ به له ننګونو پرته نه‌وې؛ ځکه، چې د هند کرکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د هندي لوبډلې د سفر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د راپورونو له مخې؛ هندۍ لوبډله به خپلې لوبې له پاکستان څخه بهر کوي.

که هند فاینل ته لار پیدا نه‌کړي، لاهور به د دې لوبې کوربه وي.

پر ځای به یې د پاکستان لوبډله به د هند ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې خپلې لوبې ونکړي او ښايي سریلانکا د دغو لوبو کوربه وي.

د راپورونو له مخې؛ داسې ښکاري، چې متحده عربي امارات به په اتلولانو جام کې د هند د سیالیو کوربه وي.

آریانا ټلویزیون به د کرکټ ټول مینه‌وال د د دغو سیالیو له تازه خبرونو څخه خبر ساتي او مهالوېش به یې له بشپړیدو وروسته خپور کړي؛ ځکه، نو ډاډه اوسئ او د تازه خبرونو لپاره زمونږ ټولنیزې شبکې ګورئ.

Trending

Exit mobile version