تازه خبرونه
آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
د انډيآر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.
اوسمهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»