تازه خبرونه
آلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناهغوښتونکي کابل ته ولېږدول
د آلمان دویچهوله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
آلمان ۲۲ افغان پناهغوښتونکي، چې جرمي مخینه یې لره؛ په یوه چارټر الوتنه کې کابل ته بېرته لېږدولي دي.
د آلمان دویچهوله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو په دې هېواد کې د وژنې، قصدي وژنې د هڅو، غلا، پر تاوتریخوالي د باج اخیستنې، د سختو بدني زیانونو او اورلګونې په ګډون جرمونه کړي دي.
دا په وروستیو اوونیو کې د افغان وګړو د بېرته لېږدولو درېیم پړاو بلل شوی دی.
له دې مخکې د اګست پر پېنځهویشتمه شاوخوا ۳۰ افغان وګړي له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته بېرته ولېږدول شول، چې ویل شوي؛ د هغوی یو شمېر جرمي مخینه نهلرله.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې د اسلامي امارت درې کسیز پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له ډیپلوماټیکې استازولۍ څخه د ۳۰ ورځنۍ ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته سفر کړی دی.
آلمان ټینګار کوي، چې له اسلامي امارت سره یې اړیکې د تخنیکي کچې دي او دا د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د دویچهوله د راپور له مخې؛ آلمان تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدولي، چې ډېری یې جرمي مخینه لري.
دا بهیر په داسې وخت کې روان ساتل شوی، چې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د رد شویو پناهغوښتونکو او د جرمونو پر تور د محکوم شویو بهرنیو وګړیو د بېرته ستنولو هڅې زیاتې کړې دي.