سیمه ییز خبرونه
آيا پاكستان به حاضر شي، چې طالبان د سولې خبرو ته را وكاږي
د افغانستان، پاكستان او تركيې اوومه درې اړخيزه سرمشريزه په افغانستان كې له بېلابېلو ليدلورو سره مخ شوه. ځينې دا ناسته د افغانستان په گټه بولي خو ځينې نور وايې، په تېرو څو كلونو كې له دا ډول ناستو ډېره گټه پاكستان تر لاسه كړې ده.
په افغانستان كې د جگړې دوام او پاكستان په دې تورنول، چې له اورپكو څخه ملاتړ كوي، هغه تاوده بحثونه وو، چې تل پرې كورنيو او بهرنيو رسنيو تمركز كړى دى.
له څو كلونو را په دېخوا په دې برخه كې د نړيوالې ټولنې د اندېښنو د لرې كولو لپاره تركيې د افغانستان، پاكستان او تركيې د مشرانو درې اړخيزې غونډې را بللي دي، په دې غونډو كې تر ډېره په همدې مسايلو خبرې شوي دي.
سياسي كارپوه وحيد مژده د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دا ډول ناستې گتورې بولي، خو وايې، په اوسني حالت كې د دا راز ناستو ډېره گټه پاكستان ته رسېږي.
پاكستان باندې تل دا تورونه لگول كېږي، چې له ترهگرو ملاتړ كوي او هغو وسله والو ته پناه وركوي، چې په افغانستان كې يې چگړو ته دوام وركړى دى.
په دې وروستيو كې افغان حكومت خوشبينه ښكاري، چې پاكستان د افغانستان پر وړاندې خپلو سياستونو كې نرمښت ښودلى دى.
د همدې خوش بيني په لړ كې به آيا پاكستان حاضر شي، چې طالبان د سولې خبرو ته را وكاږي؟
په همدې حال كې د پاكستان لومړي وزير راجا پرويز اشرف يو ځل بيا ژمنه وكړه، چې اسلام آباد به له كابل سره په گډه د ترهگرۍ پر خلاف مبارزه كې هڅې وكړي.
نوموړي همدارنگه وويل، زه غواړم، چې د افغانستان او پاكستان راتلونكي نسلونه په خپلو كې سوله ييز ژوند وكړي، مونږ له كابل سره د ښو اړيكو غوښتونكي يو.
په انقرې كې په داسې حال كې د افغانستان، پاكستان او تركيې درې اړخيزه سرمشريزه جوړېږي، چې ملي او نړيوال چارواكي وايې، د پاكستان له همكاريو پرته په افغانستان كې په سراسري سولې لاس رسى ناشونى دى.