د هوا حالاتو بدلونونه

آیا د زامبي ویروسونو بیا راپورته کیدا روغتیا ته ګواښ دی؟

Published

on

د نړۍ د تودوخې له ډېرېدو سره تلپاتې کنګلونه هم د اوبه کېدو په حال کې دي، چې ورسره لرغوني ویروسونه او باکتریاوې راژوندۍ او عامې روغتیا ته ګواښ پېښوي.

شونې ده، چې زامبي ویروسونه یو وېروونکي فلم ته ورته ښکاره شي؛ خو د اقلیمي بحران له کبله د شمالي قطب اوبه کېدا د عامې روغتیا لپاره یو رښتینی ګواښ ګڼل کیږي.

ساینس پوهانو له لرغونو تلپاتو کنګلونو ویروسونه ترلاسه کړي او وايي، چې اوس هم کولی شي یو حجروې ژوندي امیبونه اخته کړي.

د تي آر تي ورلد د څرګندونو له مخې: په داسې حال کې، چې تر دې دمه دا هم روښانه نده، چې آیا دا ویروسونه کولی شي حیوانات یا انسانان اخته کړي؛ څېړونکي ادعا کوي، چې د یاد ویروسونه باید د عامې روغتیا لپاره یو ګواښ وګڼل شي.

تلپاتې کنګلونه د خاورې یوه طبقه ده، چې په بشپړه توګه کنګل پاتې شوې او په شمالي نیمه کره کې د ځمکې یې د ځمکې ۱۵ سلنه پوښلې. په هرصورت، د بشري فعالیتونو له کبله د نړۍ تودوخه مخ پر زیاتېدو ده، چې د یاد کنګلونه د اوبه کېدا له چټک ګواښ سره مخ دي.

دې پدیدې له ویروسونو او باکتریاو نیولې تر لویو ځناورو ژویو پورې یو زیات شمېر لرغوني ژوندي حیوانات له منځه وړي دي.

په ۲۰۱۴ کې فرانسوي پروفیسور ژان میشل کلاوري د پخوانیو ویروسونو یا زومبی ویروسونه د بیا راژوندي کولو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

هغه په ​​سایبریا کې له څو بېلابېلو برخو څو بڼې کنګل ویروسونه وموندل.

تر ټولو زوړ ډول، چې ۴۸۵۰۰ کاله مخکې تاریخ لري د یوه جهيل د خاورې له بېلګې ترلاسه شوی. په داسې حال کې، چې تر ټولو ځوانه بېلګه یې ۲۷۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.

له ځوانو بېلګو څخه یوه یې د وړۍ لرونکي حیوان په مرۍ کې وموندل شو.

د ساینس پوهانو هڅو په ډاګه کړه، چې  زاړه ویروسونو او باکتریاوې کولی شي، چې د نړیوالې عامې روغتیا لپاره جدي پایلې ولري.

Trending

Exit mobile version