تازه خبرونه
آیا پاکستان د افغانستان په جګړه کې «دوهمخې لوبه» کړې؟- خلیلزاد
خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.
زلمي خلیلزاد دغو څرګندونو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي: په داسې حال کې، چې پاکستان له امریکا څخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې؛« همهاله یې هغو کسانو ته پناهځایونه برابرول، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېدل.»
د امریکا پخواني استازي پوښتنه کړې، چې آیا دا اقدام د یوې «دوهمخې لوبې» برخه وه؟ او آیا د پاکستان چارواکو د امریکا مخالفانو ته د پناهځایونو برابرولو په بدل کې له کوم بل ځواک څخه هم امتیاز یا «کرایه» ترلاسه کوله که نه؟
خلیلزاد زیاته کړې، چې د دغو پوښتنو ځوابونه کولی شي د افغانستان د جګړې پر مهال د سیمې د سیاستونو نوي اړخونه روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون خواجه آصف د پاکستان پارلمان ته دا هم ویلي، چې په افغانستان کې پخوانۍ جګړې د سیاسي ګټو لپاره ترسره کېدې.
تازه خبرونه
آذربایجان له افغانستان څخه وروستی وتونکی هېواد و- امریکا
جيډي ونس د امریکا د ولسمشر لهخوا د آذربایجان ولسمشر او خلکو ته د درناوي د څرګندولو تر څنګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې « د همکارۍ او دوستۍ اړیکې دي، چې ښايي لږ ورته پاملرنه شوې وي؛ خو د امریکا لپاره ډېرې اړینې دي.»
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس د آذربایجان له ولسمشر الهام علیاف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال د افغانستان په جګړه کې د باکو له ونډې مننه کړې ده.
جيډي ونس د امریکا د ولسمشر لهخوا د آذربایجان ولسمشر او خلکو ته د درناوي د څرګندولو تر څنګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې « د همکارۍ او دوستۍ اړیکې دي، چې ښايي لږ ورته پاملرنه شوې وي؛ خو د امریکا لپاره ډېرې اړینې دي.»
هغه زیاته کړې؛ ښايي ډېر امریکایان ونهپوهېږي، چې آذربایجاني ځواکونه له هغو وروستیو کسانو څخه ول، چې افغانستان یې پرېښود.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ آذربایجان «د تروریزم پر ضد نړیواله جګړه» کې د اړین ملاتړی رول لوبولی او ځواکونه یې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو تر څنګ جنګېدلي دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال دا ټینګار هم کړی، چې واشنګټن غواړي له دې همکاریو مننه وکړي او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی پړاو پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او آذربایجان په باکو کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو په ګډون د سټراټیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
تازه خبرونه
د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تصویب شوه
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وده، د اوبولګولو د سیسټمونو مدیریت، په یادو برخو کې د پانګونې ملاتړ او خلکو ته د باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي برابرول د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې دي.
د اقتصادي کمیسیون په اوونیزه غونډه کې، چې مشري یې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تائید شوه.
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وده، د اوبولګولو د سیسټمونو مدیریت، په یادو برخو کې د پانګونې ملاتړ او خلکو ته د باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي برابرول د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې دي.
په دې غونډه کې د کبروزنې د سکټور د پراختیا طرحه هم تائید شوه.
د دغې طرحې له مخې؛ د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبروزنې ۷۷۰۰ واړه، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.
ویل کیږي، چې د دې طرحې له پلي کېدا سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره کسانو او په غیرمستقیم ډول ۲۵۰ زره نورو ته د کار زمینه برابره شي.
تازه خبرونه
په بلخ، کونړ اوپروان کې د ۳ ښځو د جبري ودونو مخه ونیول شوه
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت منسوبینو په بلخ، کونړ او پروان ولایتونو کې د درې ښځو د درې جبري ودونو له ترسره کېدا مخنیوی وکړ او د هغوی شرعي حقونه یې خوندي کړل.
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
پر دې سربېره اړوند کورنۍ دغو ریاستونو ته وروبلل شوې او د ښځو د شرعي حقونو د رعایت او د مېړه غوراوي د آزادۍ په اړه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کورنیو غړو د پښېمانۍ څرګندولو تر څنګ ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د ښځو ټول شرعي حقونه رعایتوي او خپلې لوڼې به یوازې د هغوی له خوښې او واک سره سمې ودوي.
-
تازه خبرونه3 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی3 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoقرغیزستان او اروپايي اتحادیې د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې پر لومړیتوبونو خبرې وکړې
