Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه درېدلی دی – ابراهیم صدر

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر د یوه پلاوي پر مشرۍ پنجشېر ته په سفر کې د دې ولایت د والي محمدآغا حکیم په ګډون له حکومتي رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو پایله ده.

نوموړي د پنجشېر ولایت مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته  سفرونه کوئ؛ له خلکو سره به مخامخ ګورئ، د هغوی ستونزې او مشکلات به اورئ او ورته به پخپل وخت رسېدنه کوي.

نوموړي ټینګار کړی: مسوولان دې د خپل پرسونل د لیکو چاڼولو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص، چې ولس او نظام ته ګټه نه‌رسوي؛ له لیکو لرې کړي، ځکه دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.

دغه راز یې د یونیفورم؛ صورت او سیرت پر برابرولو هم ټینګار وکړ او وایي: ټولو منسوبینو ته لازمه ده، چې خپل رسمي یونیفورم رعایت کړي؛ ځکه د هر اورګان ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او دا د اسلامي امارت د رهبر سپارښتنه هم ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی به مسوولان خپل سیرت او صورت د سنت پر طریقه برابروي.

د نشه‌یي توکو په اړه نوموړي وویل: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده؛ استعمال، کښت، قاچاق او پلور یې بشپړ بند دی او د مخنیوي لپاره به نظام او ولس ګډ کار کوي.

ویل کیږي، چې یاد پلاوي د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له اړوند ادارو او مدیریتونو هم لیدنه وکړه او د چارو د ښه‌والي لپار یې اړوند مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

اسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اداري کمیسیون ته لارښوونه شوې؛ اته هغه څانګې دې په نوې ادره کې تنظیم شي، چې د تېل او ګاز په چوکاټ کې نامنسجم فعالیت کوي.

Published

on

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي، چې د تېل او ګاز خپلواکې ادارې جوړول منظور شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اداري کمیسیون ته لارښوونه شوې؛ اته هغه څانګې دې په نوې ادره کې تنظیم شي، چې د تېل او ګاز په چوکاټ کې نامنسجم فعالیت کوي.

نور ویلي، چې دا هڅه به د تېل او ګاز په تولید او واردولو کې د ادغام، تنظیم، موثریت، شفافیت، اړینې همغږۍ او نورو اړوند آسانتیاوو د رامنځته کولو له کبله د اسلامي امارت، پانګوالو، مصرف کوونکو او اتباعو لپاره خورا ګټور وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي

نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.

Published

on

د افغانستان په اړه د تهران له سیمه‌ییزې غونډې وروسته د هېواد بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي ويلي، چې له امنیت‌محوره لیدلوري څخه تېرېدا او په سیمه‌ییزه نښلېدا، همکارۍ او همغږۍ کې د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه کول یو مهم او د پام وړ ټکی دی.

نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.

ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغانستان نور د بحران مدیریت مسله نده، بلکې د سټراټیژیک موقعیت، ښه نیت او د اوسني حکومت اقتصادي بهرنۍ پالیسۍ ته پاملرنه کولی شي، چې د مرکزي آسیا، لویدیځ او سویلي آسیا ترمنځ یو اغېزمن پُل شي.

ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ سیمه‌ییز هېوادونه کولی شي د افغانستان د ټرانزیټي، سوداګریز او ارتباطي ظرفیتونو پر کارولو ګډې ګټې ترلاسه او سیمه‌ییز ادغام پیاوړی کړي.

هغه د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ټینګار هم ستاینه کړې ده.

ذاکر جلالي زیاته کړې؛ په تېرو څلور کلونو کې د ټرانزیټ، سیمه‌ییزې نښلېدا، سوداګریزې آسانتیا او د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو په برخو کې عملي او محسوس ګامونه اخیستل شوي، چې کولی شي د ثبات، سوکالۍ او ګډو سیمه‌ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره لار اواره کړي.

هغه څرګندوي؛ له افغانستان سره اړیکې او ښکېلتیا باید د ساحوي واقعیتونو، موجوده فرصتونو او ظرفیتونو پر بنسټ وي، چې د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره ور سره د تلپاتې ګټې حالت رامنځته شي.

د یادونې ده، چې د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ درویشتمه ) تهران د روسیې، چین، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ځانګړو استازو په شتون کې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه و. اسلامي امارت هم دې غونډې ته بلل شوی و؛ خو له ګډون کولو یې دډه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ګاونډ هېوادونو ګټې د افغانستان له امنیت، ثبات او سوکالۍ سره تړلې دي – عراقچي

هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمه‌ییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د  همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې په افغانستان کې امنیت، پرمختګ او سوکالي د ټولو ګاونډ هېوادونو له ګټو سره نېغ تړاو لري.

هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمه‌ییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د  همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.

هغه ویلي: “په تېرو څو کلونو کې د سیمې بدلونونو ښودلې، چې بهرني چلندونه او تحمیل شوي نسخې نه ثبات ته لار اواروي او نه هم تلپاتی پرمختګ تضمینوي. د پوځي مداخلې او په افغانستان کې د ناټو د دوه لسیزو شتون تجربه زمونږ مخې ته پرته ده.”

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ په امنیتي حل لارو ډېر تمرکز، د افغانستان ټولنیز او کلتوري شرایطو ته پام نه‌کول، د سیمه‌ییزو لوبغاړو او ګاونډیانو رول له پامه غورځول، د افغانستان سیاسي او اقتصادي جوړښتونه متکي او فاسد کول او په پای کې د بېړني وتل د ناکامۍ او ماتې نښې وې.

په غونډه کې، د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق هم ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام‌آباد اندېښنې باید حل شي.

هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په سیمه کې سوله، پرمختګ او امنیت ته وده ورکړي.

سید عباس عراقچٍ د افغانستان د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د منظم ډیالوګ میکانیزمونو رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ دا سیمه‌ییزه ناسته به نه یوازې د غلط فهمۍ مخه ونیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري پالیسیو او پروګرامونو همغږي به هم آسانه، د سیمې د هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم او د نظرونو همغږي به لوړه او د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او رغنده همکارۍ ته وده ورکولو لپاره مناسب پلیټ فارم رامنځته کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!