لوبی
ابومسلم فراه لوبډلې آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په نههپنځوسمه لوبه کې د ابومسلم فراه لوبډلې د آریانا خوست لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
له دې بریا سره ابومسلم فراه لوبډلې د ۲۸ امتیازونو پر لرلو د نومرو په لښتیلیک(جدول )کې خپل دوهیم مقام پیاوړی کړ.
په دې لوبه کې د آریانا خوست لوبډلې ۲۰ او ابومسلم فراه ۱۵ خطاوې وکړې. دواړو لوبډلو یو ـ یو کارنر ترلاسه کړ. د آریانا خوست لوبغاړي یو ځل او د ابومسلم فراه لوبغاړي دوه ځله په آفسایډ کې ونیول شول.
د آریانا خوست لوبغاړو دوه ژېړ کارتونه او د ابومسلم فراه لوبغاړو درې ژېړ کارتونه ترلاسه کړل. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نهکړ.
د افغانستان د اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ وګوري.