تازه خبرونه

اجرائیه رييس د عطا محمد نور او ارګ تر منځ له جوړجاړي هرکلی وکړ!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په بلخ کې د عطا محمد نور د اوږده ولایت پېر تر سره شو. که څه هم له ارګ سره یې ناندرو خلک اندېښمن کړل؛ خو دا، چې اوس دغه شخړه اواره شوې، اجرائیه رييس یې هرکلی کړی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي: خوښ یم، چې نوی کال مو په بلخ ولایت کې د سیاسي ناندرو پر پای ته رسیدو پیل کړ او شخړې یې روان کال ته راونغزیدې.

ښاغلی عبدالله په روانو شرایطو کې سیاسي ناندرې د هېواد په ګټه نه بولي او وایي، چې عطامحمد نور په خپلو کاري کلونو کې زړه راکښونکي کارونه ترسره کړي او نوي والي ته هم د بریالیتوب غوښتونکی شو.  

د حکومت اجرائیه رييس په روان کال کې د ښوونې له ښه کیدو، د ښوونځیو له جوړیدو او د ښوونکیو د وړتیاوو له لوړیدو خبر ورکوي او وایي، که پر پوهنه پانګونه وشي، د هېواد راتلونکی به ډاډمن وي.

هغه زیاته کړې، چې د پوهنې وده د پرمختګ بنسټ او د هېواد د راتلونکي ثبات دی.

د ملي وحدت حکومت روان کال ته د پوهنې د کال نوم ورکړی او له خلکو یې غوښتي، چې د پوهنې په وده کې له حکومت سره همکاري وکړي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version