نړۍ

احمد الشرع به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي

احمد الشرع، چې یو وخت له القاعدې سره تړاو درلود؛ په ۲۰۱۶ کال کې یې له دې ډلې سره اړیکې پرې کړې.

Published

on

رویټرز د سوریې د یوه چارواکي د څرګندونو له مخېراپور ورکړی، چې تمه ده د سوریې ولسمشر احمد الشرع په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

احمد الشرع، چې یو وخت له القاعدې سره تړاو درلود؛ په ۲۰۱۶ کال کې یې له دې ډلې سره اړیکې پرې کړې.

هغه د روان کال په می کې د سعودي عربستان پرکوربتوب د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو په اړه ولیدل.

ویل کیږي، چې الشرع له ظاهري لباسه په فکري لحاظ يو منځلاري مبارز ښکاري.

Trending

Exit mobile version