International Sports

ارجنټاین په زړه‌راکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

Published

on

 

د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دوه ګولونو پر وهلو انګلستان ته ۲ ـ ۱ ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

انزو فرنانډز په پېنځه‌اتیاومه دقیقه کې مساوي ګول وواهه او بدیل لوبغاړي لائوټارو مارټینز د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د لیونل مسي پر پاس د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین به د یکشنبې پر ورځ د نړیوال جام په پایلوبه کې د اروپا اتلې اسپانیا پر وړاندې لوبه وکړي. دغه لوبه به د نیوجرسي په «میټ‌لایف» لوبغالي کې ترسره شي. انګلستان به بیا د درېیم مقام د ګټلو لپاره د شنبې پر ورځ له فرانسې سره مخ شي.

د لوبې لومړۍ نیمایي په نږدې سیالۍ کې تېره شوه او دواړو لوبډلو ډېر خطرناک فرصتونه جوړ نه‌کړل؛ خو د دوه‌یمې نیمایي له پیل ۱۰ دقیقې وروسته انګلستان د هري کین په جوړ شوي برید کې د مورګن راجرز د پاس له لارې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو.

له ګول وروسته ارجنټاین پرله‌پسې بریدونه وکړل؛ خو د انګلستان ګول ساتونکي جورډن پیکفورډ څو ځله ښه دفاع وکړه. نیکو ګونزالس یو ښه فرصت له لاسه ورکړ او د الکسیس مک‌الیسټر توپ د ګول له ستنې سره ولګېد.

بالاخره ارجنټاین په پېنخه‌ایاومه دقیقه کې د مسي د پاس پر مرسته د انزو فرنانډز له ډاډمنې هڅې سره مساوي ګول وواهه. وروسته هم ارجنټاین بریدونو ته دوام ورکړ او مک‌الیسټر یو ځل بیا توپ د ګول له ستنې سره ولګاوه.

وروسته مسي بېرته راغلی توپ ترلاسه کړ او په دقیق پاس یې لائوتارو مارټینز ته موقع برابره کړه، چې نوموړي د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین اوس د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره پایلوبې ته چمتو کېږي. په داسې حال کې، چې انګلستان یو ځل بیا د یوې سترې سیالۍ په وروستیو پړاوونو کې د مخکېوالي له لاسه ورکولو له کبله له پایلوبې پاتې شو.

Trending

Exit mobile version