نړۍ

اردوغان او پوتین به د یکشنبې پر ورځ د اوکراین په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د یکشنبې پر ورځ له ولادیمیر پوتین سره د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړي.

د ناټو غړې ترکیه په تور سمندرګي کې له اوکراین او روسیې سره سمندري پوله لري او له دواړو سره ښې اړیکې هم پالي؛ خو پر مسکو د بندیزونو مخالفت کوي. انقرې پر اوکراین د روسیې برید د منلو وړ نه بولی او نه یوازې د سولې د خبرو د کوربتوب وړاندیز کوي، بلکې د اوربند غوښتنه یې هم کړې ده.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراتهیم کالین د شنبې پر ورځ په استانبول کې خبریالانو ته ویلي؛ اردوغان به پوتین ته دا وړاندیز تکرار کړي او له هغه څخه به وغواړي، چې بشري اوربند ته “یو چانس” ورکړي او د ملکي وګړیو د ایستلو او د مرستو رسولو لپاره اړین بشري دهلیزونه جوړ کړي.

ابراهیم کالین ویلي: زمونږ د ولسمشر پیغام دا دی؛ جګړه او بریدونه دې سمدستي ودرول شي، چې خبرې اترې پیل شي او ډیپلوماسۍ ته فرصت رامنځته شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا مهمه ده، چې روسیه یو باوري سیال ولري؛ ځکه لویدیځ د خبرو لارې وسوځولې؛ خو انقره به له روسیې یا اوکراین سره اړیکې پرې نکړي.

ابراهیم کالین دا هم ویلي، چې په اوکراین کې پر اټومي بټۍ یا ورته نږدې بریدونه له اور سره لوبې دي. اردوغان به د شنبې پر ورځ د کاناډا له لومړي وزیر جسټین ټروډو او د اروپایي اتحادیې د چارواکو په ګډون له نورو مشرانو سره هم خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، ترکیه د بشردوستانه دهلیزونو په اړه د خبرو اترو د ترسره کولو او له اوکراین سره د خبرو اترو د دوام په اړه د روسیې له څرګندونو تود هرکلی کوي.

ترکیې له روسیې سره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې نږدې همکاري لري او تر ډېره پر روسي سیلانیانو تکیه کوي؛ خو دوی پر کیف هم بې پیلوټه الوتکې پلورلي، چې مسکو یې پر غصه کړی او په سوریه، لیبیا او کریمیا د خپلولو په اړه د روسیې له پالیسیو سره مخالفت کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، انقرې ویلي، چې غواړي د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ د ترکیې په جنوب کې د خبرو لپاره یوه ډیپلوماتیکه ناسته تر سره کړي.

اوکراین ویلي، چې دا ډول خبرو ته چمتو دی. په داسې حال کې، چې روسیې د انقرې له وړاندیز هرکلی کړی.

Trending

Exit mobile version