Connect with us

تازه خبرونه

ایران، چین او ترکیه د نورو پر پرتله له اسلامي امارت سره ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لري

په دې څېړنه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست تر پېنځلسمې پورې د اسلامي امارت ډیپلوماټیک فعالیتونه څېړل شوي دي. دغه راز یې په همدومره وخت کې د اسلامي امارت له ۱۰۳ هېوادونو او بنسټونو سره د ۳زره او ۶۵۱ ډیپلوماټیکو لیدنو او اړیکو خبر ورکړی دی.

خپور شوی

د

د یوې تازه څېړنې له مخې: ایران، چین او ترکیه له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا، چې امارت اسلامي بېرته واک ته رسېدلی؛ له دې حکومت سره تر ټولو ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لرلې دي. دا څېړنه د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن د اندتون(انسټیټیوټ) لوړپوړي څېړونکي آرون وای. زلین ترسره کړې ده.

په دې څېړنه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست تر پېنځلسمې پورې د اسلامي امارت ډیپلوماټیک فعالیتونه څېړل شوي دي. دغه راز یې په همدومره وخت کې د اسلامي امارت له ۱۰۳ هېوادونو او بنسټونو سره د ۳زره او ۶۵۱ ډیپلوماټیکو لیدنو او اړیکو خبر ورکړی دی.

ایران د ۴۹۴ اړیکو پر لرلو سره لومړی، چین د ۴۳۲ اړیکو پر لرلو سره دوه‌یم او ترکیه د ۳۹۴ اړیکو په لرلو سره درېیم ځای لري. قطر او ازبکستان هم پر ترتیب د ۳۴۷ او ۳۱۶ اړیکو له لرلو سره څلورم او پېنځم ځایونه لري.

د دغو هېوادونو هیڅ یوه هم اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

روسیه یوازنی هېواد دی، چې اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی دی.

ترکیې او د خلیج او منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو د امارت اسلامي له لوري ورپېژندل شوي ډیپلوماټان منلي؛ خو د اسلامي امارت حکومت یې پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په دې شننه کې راغلي؛ اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې له هېوادونو سره خپلې شته اړیکې د قونسلګریو، ګډو کمیسیونونو او سوداګریزو شوراګانو له لارې پراخې کړي؛ خو له لویدیځو هېوادونو سره د اسلامي امارت ډیپلوماټیکې اړیکې کمې شوې دي. د اسلامي امارت په ډیپلوماټیکو اړیکو کې د لویدیځو هېوادونو ونډه په لومړي کال کې له شاوخوا ۱۶ سلنې څخه په پېنځم کال کې ۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

زلین ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو او امنیتي مسایلو په اړه په خپلو سیاستونو کې له سترو بدلونونو پرته توانېدلی، چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

تازه خبرونه

ترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشه‌يي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره

Published

on

هند ویلي؛ هغه تښتېدلی قاچاقبر، چې له افغانستان څخه هند ته د هیروین او مت‌آمفټامین پر لېږد تورن دی، د ترکیې له‌خوا له دغه هېواد څخه ایستل شوی او هند ته وسپارل شو.

د هند کورنیو چارو وزیر امیټ شاه د شنبې پر ورځ ویلي: ناوپریټ سینګهـ، چې په «ناو» مشهور دی؛ د هندي ادارو له‌خوا له پېژندنې او څارنې وروسته له ترکیې وایستل شو او هند ته بېرته ولېږدول شو.

شاه ویلي، سینګ  «ناواب ویرک» پر جعلي هویت د ترکیې تابعیت ترلاسه کړی و او له افغانستان څخه یې هند ته هیروین او مت‌آمفټامین لېږدول.

دغه ۳۴ کلن کس، چې د هند د پنجاب اوسېدونکی دی؛ د نشه‌يي توکو له څو قضیو سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و او له دوه کلونو ډېر وخت تښتېدلی و.

هندي چارواکي ادعا کوي، چې نوموړي د نشه‌يي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې مشري کوله او په هند کې د دغې شبکې چارې یې د تره زوی پرابډیپ سینګهـ سمبالولې.

پرابډیپ سینګهـ، چې «هري» یادیږي؛ په می کې له آذربایجان څخه هند ته بېرته ولېږدول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ز.کال کې د ۳۵۸ کیلوګرامه هیروین د موندل کېدا له یوې قضیې سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و.

د دې قضیې په اړه باخبره سرچینو ویلي، هند په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو کې له ترکي چارواکو څخه د ناوپریټ سینګهـ د سپارلو غوښتنه کړې وه.

امیټ شاه له ترکیې څخه د سینګهـ ایستل« تاریخي لاسته راوړنه» بللې او ویلي یې دي، چې د هند حکومت د نشه‌يي توکو د قاچاق د شبکو د له منځه وړلو لپاره ژمن دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو هوکړه لاسلیک شوه

Published

on

په دوشنبه ښار کې د افغانستان برښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو لپاره د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم لاسلیک کړ.

د هوکړه‌لیک له مخې؛ دواړه لوري به د همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برښنا رسولو د خدمتونو د برابرولو لپاره ګډ کار کوي.

د غونډې په څنډه کې، دواړو لوریو د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا لېږد مزی د بدخشان تر مرکز فیض‌آباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.

عبدالحق همکار د بدخشان د برښنا د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره د دې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.

پامیر انرژۍ شرکت ویلي، چې له تخنیکي ارزونو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برښنا شرکت سره شریک کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سفیر په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل‌حسن حسن د« شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پراختیا لپاره فضا» نومې نړیواله غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په مسکو کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړي په خپله وینا کې د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان سفیر د غونډې په څنډه کې د روسیې د ستاوراپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسویچ دورونین سره هم وکتل.

دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

ګل‌حسن حسن له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت سفارت به د افغان وګړو د ستونزو د حل او د هغوی د ملاتړ لپاره اړینې همکارۍ وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!