تازه خبرونه
د ځینو افغانانو بېرته ستنول افغانستان ته شوني دي – د سویس محکمه
د سویس« اسدبلیوآی» رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې محکمې د پرېکړې له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی. محکمه دې پایلې ته رسېدلې، چې په ځینو مواردو کې د مناسبو فردي شرایطو لرونکو کسانو ایستل افغانستان ته قانوني کېدی شي.
د سویس فدرالي اداري محکمې پرېکړه کړې، چې ځینې افغان پناهغوښتونکي د مناسبو فردي شرایطو پر لرلو افغانستان ته بېرته ستنېدلی شي. دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې محکمې د یوه افغان د ایستلو پر وړاندې د استیناف غوښتنه رد کړه.
د سویس« اسدبلیوآی» رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې محکمې د پرېکړې له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی. محکمه دې پایلې ته رسېدلې، چې په ځینو مواردو کې د مناسبو فردي شرایطو لرونکو کسانو ایستل افغانستان ته قانوني کېدی شي.
دا قضیه د یوه ځوان افغان وه، چې کاري سابقه لري او ویل شوي، چې په کابل کې د خپلې کورنۍ له ملاتړ څخه برخمن دی. د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ز.کال په وروستیو کې د هغه د پناه غوښتنه رد کړې وه او له نوموړي یې غوښتي وه، چې دغه هېواد پرېږدي.
د محکمې د څرګندونو له مخې، افغانستان ته د پناهغوښتونکو بېرته ستنول باید اوس هم محدود وي؛ خو په ځینو ځانګړو برخو کې او د هر یوه د فردي شرایطو له په پام کې نیولو سره د هغوی بېرته ستنول شوني دي.
تازه خبرونه
ترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
هند ویلي؛ هغه تښتېدلی قاچاقبر، چې له افغانستان څخه هند ته د هیروین او متآمفټامین پر لېږد تورن دی، د ترکیې لهخوا له دغه هېواد څخه ایستل شوی او هند ته وسپارل شو.
د هند کورنیو چارو وزیر امیټ شاه د شنبې پر ورځ ویلي: ناوپریټ سینګهـ، چې په «ناو» مشهور دی؛ د هندي ادارو لهخوا له پېژندنې او څارنې وروسته له ترکیې وایستل شو او هند ته بېرته ولېږدول شو.
شاه ویلي، سینګ «ناواب ویرک» پر جعلي هویت د ترکیې تابعیت ترلاسه کړی و او له افغانستان څخه یې هند ته هیروین او متآمفټامین لېږدول.
دغه ۳۴ کلن کس، چې د هند د پنجاب اوسېدونکی دی؛ د نشهيي توکو له څو قضیو سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و او له دوه کلونو ډېر وخت تښتېدلی و.
هندي چارواکي ادعا کوي، چې نوموړي د نشهيي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې مشري کوله او په هند کې د دغې شبکې چارې یې د تره زوی پرابډیپ سینګهـ سمبالولې.
پرابډیپ سینګهـ، چې «هري» یادیږي؛ په می کې له آذربایجان څخه هند ته بېرته ولېږدول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ز.کال کې د ۳۵۸ کیلوګرامه هیروین د موندل کېدا له یوې قضیې سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و.
د دې قضیې په اړه باخبره سرچینو ویلي، هند په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو کې له ترکي چارواکو څخه د ناوپریټ سینګهـ د سپارلو غوښتنه کړې وه.
امیټ شاه له ترکیې څخه د سینګهـ ایستل« تاریخي لاسته راوړنه» بللې او ویلي یې دي، چې د هند حکومت د نشهيي توکو د قاچاق د شبکو د له منځه وړلو لپاره ژمن دی.
تازه خبرونه
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو هوکړه لاسلیک شوه
په دوشنبه ښار کې د افغانستان برښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو لپاره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم لاسلیک کړ.
د هوکړهلیک له مخې؛ دواړه لوري به د همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برښنا رسولو د خدمتونو د برابرولو لپاره ګډ کار کوي.
د غونډې په څنډه کې، دواړو لوریو د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا لېږد مزی د بدخشان تر مرکز فیضآباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.
عبدالحق همکار د بدخشان د برښنا د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره د دې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.
پامیر انرژۍ شرکت ویلي، چې له تخنیکي ارزونو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برښنا شرکت سره شریک کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان سفیر په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګلحسن حسن د« شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پراختیا لپاره فضا» نومې نړیواله غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په مسکو کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړي په خپله وینا کې د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان سفیر د غونډې په څنډه کې د روسیې د ستاوراپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسویچ دورونین سره هم وکتل.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
ګلحسن حسن له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت سفارت به د افغان وګړو د ستونزو د حل او د هغوی د ملاتړ لپاره اړینې همکارۍ وکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
-
نړۍ3 days agoد دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
-
تازه خبرونه3 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
تازه خبرونه3 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
