سیمه ییز خبرونه
اروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول
دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنه او هند غواړي د دفاعي برخې همکاري پراخه او په اروپايي دفاعي نوښتونو کې د هند د ګډون شونتیا ارزول هم راونغاړي.
دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
د هند لپاره له اروپايي ټولنې سره ژوره همکاري دا فرصت برابروي، چې پر خپلو دودیزو دفاعي شریکانو سربېره همکاري وغځوي او لکه یوه ستر امنیتي لوبغاړی خپل رول نور هم پراخ کړي.
د دې مسودې له مخې، چې تمه ده د سېشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه منظمې سلا مشورې کوي، چې په کې د دفاعي صنعتونو اړوند معلوماتو او تجربو تبادله هم رانغاړي.
په سند یا مسوده کې راغلي:«اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه سلا مشورې روانې ساتي او دا به د دفاعي صنعت پورې اړوند تبادلې هم راونغاړي.»
دې سند زیاته کړې؛ دواړه لوري به د هغو فرصتونو څېړنه وکړي، چې هند وکولی شي د اروپايي ټولنې په اړوند دفاعي نوښتونو کې برخه واخلي؛ ګډې ګټې او همغږي شوي امنیتي لومړیتوبونه موجود وي او دا به د دواړو لورو د حقوقي چوکاټونو له مخې ترسره کېږي.
په دې مشارکت کې همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د کلني امنیتي او دفاعي خبرو اترو د جوړولو وړاندیز شوی او ورسره به په سمندري امنیت، سایبري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخو کې هم ژوره همکاري وشي. دا هغه برخې دي، چې د جیوپولیټیک تاوتریخوالي د زیاتېدا، په اروپا او منځني ختیځ کې د شخړو او د مهمو سمندري سوداګریزو لارو د بېثباتۍ له کبله ډېرې مهمې شوې دي.
په مسوده کې راغلي:« د نړیوالو امنیتي ګواښونو مخ پر زیاتېدونکې پېچلتیا، جیوپولیټیک تاوتریخوالی او چټک ټکنالوژیک بدلون، د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د امنیت او دفاع په برخه کې د نږدې خبرو او همکارۍ اړتیا نوره هم زیاتوي.»
دا اعلان په داسې ورځ شوی، چې د هند لپاره ځانګړی سمبولیک ارزښت لري؛ ځکه هند په نوي ډیلي کې د جمهوریت د ورځې د پوځي نندارتون پر مهال د برهموس توغندیز سیستم هم نندارې ته وړاندې کړی دی.
تمه ده دا دفاعي ګډون هممهاله د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د آزادې سوداګرۍ د اوږدو خبرو اترو له پای ته رسېدا سره اعلان شي؛ ځکه، چې دا د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سټراټیژیکو اړیکو د نورې ژورېدا نښه ښیي.