تازه خبرونه

اروپايي ټولنه د افغانستان له زلزله ځپلو سره یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه بشري مرسته کوي

په دې مرستو کې خېمې، جامې، درمل، طبي تجهیزات او د اوبو پاکولو توکي شته او ټاکل شوې، چې د بشري الوتنو له لارې کابل ته ولېږدول شي.

Published

on

اروپایي ټولنې ویلي، چې دوی د افغانستان د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه بشري مرسته ځانګړې کړې او ډېر ژر به واستول شي.

په دې مرستو کې خېمې، جامې، درمل، طبي تجهیزات او د اوبو پاکولو توکي شته او ټاکل شوې، چې د بشري الوتنو له لارې کابل ته ولېږدول شي.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی، چې دا مرسته د بشري بحران د کمولو او په اوسني ستونزمن حالت کې د افغان خلکو د ملاتړ لپاره د هغې د ژمنې یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ او ګاونډ ولایتونو کې وروستۍ زلزلې له ۱۴۵۷ څخه ډېر کسان مړه کړي، زرګونه ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version