تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.

Trending

Exit mobile version