تازه خبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو پر کمښت اندېښنه څرګنده کړه

دې دفتر دا هم ویلي: ” د اوبو نړیوالې اوونۍ له پای ته رسېدو سره مو پام د افغانستان خلکو ته راګرځېدلی دی؛ د اوبو کمښت یوه اړینه اندېښنه ده. په ځانګړي توګه په کابل کې؛ ځکه، چې دا د خوړو له خوندیتوب څخه تر عامې روغتیا پورې هرڅه اغېزمنوي.”

Published

on

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر نن (د وږي شپږمه) د اوبو د نړیوالې اوونۍ په پای کې د افغانستان د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې له دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دي.

دې دفتر دا هم ویلي: ” د اوبو نړیوالې اوونۍ له پای ته رسېدو سره مو پام د افغانستان خلکو ته راګرځېدلی دی؛ د اوبو کمښت یوه اړینه اندېښنه ده. په ځانګړي توګه په کابل کې؛ ځکه، چې دا د خوړو له خوندیتوب څخه تر عامې روغتیا پورې هرڅه اغېزمنوي.”

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې له دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دي او په فعاله توګه د افغانستان پر کچه له اقلیمي بدلون سره د تطابق، کرنې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې په برخه کې له خپلو مکارانو سره کار کوي.

دا دفتر وایي: “دا یو ګډ مسوولیت دی. لکه څنګه، چې مونږ په د دې اوونۍ په اړه فکر کوو. غواړو د دې موضوع  په اړه خبرې اترې پیل کړو، چې څنګه کولی شو ګډ کار وکړو؛ اوبه اغېزمنې وکاروو او د راتلونکي نسل لپاره یو ډېر ډاډمن راتلونکی جوړ کړو.”

کارپوهانو ویلي، چې کابل ممکن د پېنځه کلونو په اوږدو کې د نړۍ لومړۍ د اوبو له کمښت سره مخ پلازمېنه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له څو کلونو راپدېخوا له پرله‌پسې وچکالیو سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version